د علمي څېړنو او نشراتو کمېټې ناسته وسوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۶:۵۱
image

 



د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د غونډو په تالار کي، د انجینېري پوهنځي د استاد پوهنوال انجینېر شېرشاه رشاد په مشري، د علمي څېړنو او نشراتو کمېټې نهمه نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د دې کمېټې ټول غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي پوهنوال انجينېر شېرشاه رشاد د ناستي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د یادي کمېټې تېرو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او په اړه ئې د سوو اجراءاتو راپورونه واورېدل.
ورپسې په ناسته کي د پوهنځیو د تېر کال د څېړني کمېټو د راپورو پر شریکولو، د پوهنځیو د څېړني کمېټو د (۱۴۰۴.ل) کال پر پلان، د څېړني، تألیف او ژباړي د پنځه ورځني دائر سوي ورکشاپ پر راپور، د استادانو د رتبو د ترفیعي آثارو پر تائيدولو او بېلابېلو موضوعاتو خبري وکړې او تر نظرو وړاندي کولو وروسته ئې په اړه اړيني پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۲۲