د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي محصلانو د کندهار ښاروالۍ څخه لیدنه وکړه
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي محصلانو د کندهار ښاروالۍ څخه لیدنه وکړه
د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د دوهم ټولګي ۵۴ محصلانو، د خپلو استادانو په ملتيا، د علمي سېر په موخه د کندهار ښاروالۍ څخه لیدنه وکړه، چي هلته ئې د بېلابېلو اداري شعبو او د ورځنۍ چارو څخه له نژدې لیدنه وکړه او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل؛ وروسته ئې د ښاروالۍ د عمومي فعالیتو او د ښار اوسېدني کلتور اړوند يه يو معلوماتي مجلس کښي ګډون وکړ.
په مجلس کي لومړی د کندهار پوهنتون او کندهار ښاروالۍ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وسو؛ وروسته د کندهار ښاروالۍ د پلان مدیر ښاغلي موسی جان زاهد په یوه پرېزینټېشن کښي د کندهار ښاروالۍ په اړه عمومي معلومات وړاندي کړل او هم ئې د ښار اوسېدني د کلتور اړوند موضوعاتو معلومات، چي پکښي د ښاري کلتور پېژندنه، د ښاري کلتور اصول، د ښاري کلتور د نه تطبیق زیانونه او د ښاري کلتور د پیاوړتیا لاري چاري شاملي وې؛ له محصلانو سره شریک کړل.
محصلان د خپل علمي سېر پر مهال د لوړو زده کړو وزارت، د کندهار پوهنتون د قدرمني رهبرۍ او د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي له استادانو څخه ډېر خوښ ول، چي و دوى ته ئې د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي زدکړو زمينه برابره کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۴