د شیخ زاهد پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د شیخ زاهد پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د شیخ زاهد پوهنتون محصلانو کندهار ولایت ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو د لیدني ترڅنګ ئې، د کندهار ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه هم لیدنه وکړه.
وروسته د شیخ زاهد پوهنتون استادانو کندهار پوهنتون ته د خپل علمي سېر پر مهال لومړی، د یاد پوهنتون د قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب سره وليدل، ښاغلي طیبي صاحب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو پر مهال ئې زیاته کړه؛ الحمدلله، اسلامي امارت د علم پرمختګ ته ځانګړى پام کوي او تاسي په پوهنتونو کي د دې پرمختګ عملي شاهدان یاست؛ الحمدلله د افغانستان د اسلامي نظام په راتګ سره او د علماءکرامو په هڅو د پوهنتون او مدرسې ترمنځ فاصله لمنځه تللې ده؛ نو اوس موږ او تاسي ته پکار دا ده، چي دغه محصلان په عصري او دیني علومو لا ښه وروزو.
وروسته د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذير احمد قادري د کندهار پوهنتون د پېژندني په اړه سیمینار ورته وړاندي کړ، وروسته
راغلو محصلانو د کندهار پوهنتون له علامه حبيبي کتابتون، دارالصالحین لیلیې، مسجد او ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه؛ د یادو مرکزو مسئولانو هر اړخیز معلومات او له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ. دغه راز محصلانو د کندهار ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو:
ارغنداو، چهل زینې، ملي موزیم، عینومېنه او نوري بېلابېلو تفریحي او تاریخي ځایو څخه هم لیدنه وکړه او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل؛
د علمي سېر په پای کښي د شیخ زاهد پوهنتون محصلانو او استادانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٣