پیغام رئیس پوهنتون قندهار

 

پوهنتون قندهار در این فرایند تحصیلات عالی یکی از جمله پنج پوهنتونهای بزرگ میباشد که در سال (۱۹۹۰ م یا ۱۳۶۹ ل) مورد توجه حکومت وقت گردید و به منظور دسترسی زیاد به تحصیلات عالی در مرکز حوزه جنوب غرب قندهار تأسیس گردید. این پوهنتون در این حوزه تمام فعالیتهای علمی و اداری پانچ پوهنتون های ولایتی قندهار هلمند، رزگان زابل و دایکندی را اداره میکند

پوهنتون قندهار توسط یک رهبری ،متهعد با تجربه و عالی به پیش برده میشود و این رهبری تلاش میکند تا پوهنتون قندهار در سطح جهانی به قسم یک پوهنتون شناخته شده و دارنده مقام بلند به پیش برده شود.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

د شرعیاتو پوهنځي ۵۳ محصلانو خپل د لېسانس دوره بشپړه کړه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۴۸
sharia

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ۵۳ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان، د دولتي او شخصي ادارو مسئولان، استادان، علماء کرام او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړي حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي م-ولوي حزب الله کندهاري ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د امربالمعروف او نهي عن المنکر په تطبیق کښي د یادو فارغو علماء کرامو مسئولیت اړین وباله او غوښتنه ئې وکړه، چي خپل علم تر خلګو ورسوئ؛ ځکه نور تاسي د خدمت ډګر ته عملاً ورداخلېږى او ټولنه ستاسي خدمت ته اړتیا لري.

ورپسې د کندهار د ابراهیم النخعي تخصصاتو ریاست رئېس شېخ م.ولوي عبدالصادق غزنوي وینا وکړه، هغه د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ فارغان و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او له فارغانو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي شرعي څېړني وکړي، د قلم او د خپلي پوهي په مټ د اسلام مبارک دين د نړۍ تر ګوټ – کوټ ورسوي؛ ځکه تاسي خو هم د دیني او هم د عصري علومو پوهان یاست؛ نو د خدمت کولو مسئولیت مو هم تر بل چا ډېر دئ.

وروسته د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې زیاته کړه، چي نن تاسي د علم په ښایښت سمبال فارغه کیږی او خپله د لېسانس دوره مو بشپړه کړله؛ زموږ رهبري، ټولنه او نظام ویاړ درباندي کوي؛ که څه هم تاسي فارغه سولاست؛ ولي مسئولیت مو ډېر سو، ټولنه او نظام د ښه خدمت کولو هیله در ته لري، چي باید په پوره توان سره دې ځورېدلي اولس ته خدمت وکړی.

ښاغلي طیبي وویل: د مجاهدینو د قربانیو او د اولس د همکاریو په پایله کښي الله جل‌جلاله شرعي نظام حاکم کړ، باید اوس ټول اولس په ګډه د دې نظام شکر وباسي او دغه راز ئې د دوام او ټینګښت په برخه کښي هر ېو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.

ورپسې غونډه کښي، د هلمند پوهنتون رئېس شېخ مولوي محمد نسیم حقاني، د اناسټو پوهنتون رئېس شېخ م. محمد داؤد آغا او د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مرستیال هم ویناوي وکړې، دوی فارغان و نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او آبادۍ ته وهڅول، چي دا هیواد مسلکي کادرو ته اړتيا لري او د آبادۍ له پاره به ئې په ګډه کار کوو‍. د غونډي په وروستیو کښي، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

نېټه: ‍۱۴۰۳/۴/۱۸