د شرعیاتو پوهنځي د استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۹:۵۶
image

د شرعیاتو پوهنځي د استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د شرعیاتو پوهنځي له ټولو استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون ټول قدرمن مرستيالان، د شرعیاتو پوهنځي محترم رئيس صاحب، د دعوت او ارشاد محترم آمر صاحب، د عامه پوهاوي او اړیکو آمر صاحب او د ياد پوهنځي ټول محترم استادان حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په شروع کي د شرعياتو پوهنځي مرستيال پوهنيار مولوي صبغت الله معتصم وویل: د رهبرۍ څخه مننه کوو، چي زموږ سره ئې په هره برخه کي هر اړخيزه همکاري کړې ده؛ وروسته ئې د خپلو خبرو پر مهال د استادانو په استازيتوب په ځينو برخو کي غوښتني هم له محترمي رهبرۍ سره شريکي کړې؛

ورپسې د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو استادانو ته د ښه راغلاست تر ويلو وروسته وویل: ستاسي د علماءکرامو په دې دروند مجلس ویاړم، د دې ډول مجلسو موخه دا ده، چي د علماءکرامو ترمنځ همږغي رامنځ ته سي او ان شاءالله هڅه به وکړو، چي دا لړۍ دوامداره وساتو؛ الله تعالی په قرآن کریم کي اشاره کړې ده، چي د وخت مشران به له علماوو څخه يي، او که د پیغمبرانو تاریخ ته وګورو، هغوی هم دین مخ ته وړی او هم ئې د ټولني مشري کړې ده، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي هم همداسې وو؛ هم ئې دین رساوه او هم د وخت حاکم وو او نورو سیمو ته ئې هم د رهبرۍ او لارښووني له پاره صحابه کرام استول.
دغه راز ښاغلي طیبي صاحب زياته کړه؛ الحمدلله، الله تعالی موږ ته داسي مٌخلص مرستیالان، استادان او کارکوونکي راکړي دي، چي د هغوی په همکارۍ زموږ چاري په ښه ډول مخته رواني دي؛ همداراز امیرالمؤمنین حفظه‌الله او وزیر شیخ صاحب هم په تاسي ویاړي او دا د همدې همږغۍ او یووالي برکت دئ، چي موږ پرمختګ کوو؛ همداراز هغه زياته کړه؛ زموږ او ستاسو ستر مسئولیت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دئ او دا دنده باید په اخلاص او ژمنتیا ترسره کړو؛ کله چي پوهنتون ته راځو؛ باید د یو مسئول شخص په توګه خپل مسئولیت درک کړو او د دیني او علمي اصولو مطابق عمل وکړو؛ ستاسو شرعیاتو پوهنځي په هره ارزونه کي د کیفیت تضمین له مخه؛ اول مقام خپل کړی، چي دا ستاسو د ښه کار، همکارۍ او ژمنتیا نتیجه ده، زموږ غوښتنه دا ده، چي محصلان د اسلامي علم په رؤڼا (رڼا) کي لا ښه وروزئ؛ دې ته ئې وهڅوى، چي خپل صورت او سیرت پر اسلامي شريعت برابر کړي؛ د هغوی شخصیتونه د اسلامي شریعت پر بنسټ ور جوړ کړئ او د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونو او احکامو په اړه محصلانو ته پوره پوهه ورکړئ. 

وروسته د شرعیاتو پوهنځي رئيس محترم مولوي حزب الله کندهاري صاحب وویل: ډېر د خوښۍ ځای دئ، چي د پوهنتون له محترمي رهبرۍ سره د همږغۍ دا مجلس لرو؛ موږ د دعوت او ارشاد آمریت ته بشپړ ډاډ ورکوو، چي په ټولو چارو کي به ورسره پوره همکاري کوو؛ همداراز به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ټول فرمانونه د سیمینارو په بڼه د پوهنتون ټولو کارکوونکو او محصلانو ته وړاندي کوو.

په وروستیو کي د علمي څېړنو مرستیال محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون صاحب وویل: ډېر ژر به د څېړني میتودولوژي په نوم ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو ته دائر سي؛ ترڅو د علمي څېړنو په برخه کي ستاسو مسلکي ظرفیتونه لا پیاوړي او معیاري سي او  ناسته د دؤعا (دُعا) کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٧/١٠/١٥