د سلواغې د میاشتي علمي شورا ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د سلواغې (دلوي) د میاشتي علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي د ښه راغلاست تر ویلو وروسته په کارو کښي، پر لاښه همږغي، د اداري چارو پر نظم او د ېووالي پر راوستلو ټینګار وکړ؛ وروسته ئې د محصلانو د ظرفیت لوړوني په اړه خبري وکړې او غوښتنه ئې وکړه، چي استادان باید محصلانو ته، د زدهکړو له پاره لا ډېره انګیزه ورکړي؛ تر څو د محصلانو و لوړو زدهکړو ته لېوالتیا لا پیاوړې سي. هغه په وروستیو کي د هغې ناستي لیکلي غوښتنې او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل، چي څه موده وړاندي ئې د پوهنتون له استادانو سره په کډ مجلس کي راټول کړي ول؛ نوموړي وویل: چي د دغو غوښتنو د عملي کولو له پاره به رهبري جدي اقدامات وکړي؛ څو د استادانو ستونزي حل او د تدریس له پاره لا ښه شرایط برابر سي.
ورپسې په ناسته کښي د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه بیان کړل.
یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي، د فارمیسي پوهنځي د کريکولم، د يادي پوهنځي لیرليد، رسالت اساسي ارزښتونه او اهدافو د تائيد، د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانګي د فارغ ده د پروپوزل د تائيد، د کتابتون د ټولو کتابو د کتني په موخه د هيئت اړوند، کادر ته د شمولیت په موخه د نوي لارښود، د عمومي کمېټو د غړو اړوند او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.
د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو؛ وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۲