پیغام رئیس پوهنتون قندهار

 

پوهنتون قندهار در این فرایند تحصیلات عالی یکی از جمله پنج پوهنتونهای بزرگ میباشد که در سال (۱۹۹۰ م یا ۱۳۶۹ ل) مورد توجه حکومت وقت گردید و به منظور دسترسی زیاد به تحصیلات عالی در مرکز حوزه جنوب غرب قندهار تأسیس گردید. این پوهنتون در این حوزه تمام فعالیتهای علمی و اداری پانچ پوهنتون های ولایتی قندهار هلمند، رزگان زابل و دایکندی را اداره میکند

پوهنتون قندهار توسط یک رهبری ،متهعد با تجربه و عالی به پیش برده میشود و این رهبری تلاش میکند تا پوهنتون قندهار در سطح جهانی به قسم یک پوهنتون شناخته شده و دارنده مقام بلند به پیش برده شود.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۸:۲۷
agrement

د تېري چنګاښ د مياشتي په ۳۱مه نېټه، د بلخ پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون مسئولانو او استادانو د خپل علمي سېر پر مهال د یاد پوهنتون سره د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چي پر مهال ئې د دواړو اړخو رهبرۍ، د پوهنځیو رئېسان او استادان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو د بلخ پوهنتون پر تاريخچه، تشکیلاتو، علمي برنامو او نورو ډېرو موضوعاتو مېلمنو ته تفصیلي معلومات ورکړل او د خپلو خبرو پر مهال ئې دا ېو بې ساري ګام وباله، چي بلخ پوهنتون د کندهار پوهنتون د رهبرۍ کوربه دئ او په وینا ئې، چي دا راتګ د ډېرو پرمختګو، همکاریو او تفاهمنامو لومړی پېل دئ.

وروسته د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دکتور ضیاء الرحمن مشک علمزي د بلخ پوهنتون د مېلماپالني څخه ځانګړې مننه وکړه او د بلخ پوهنتون رهبرۍ ته ئې د کندهار پوهنتون په اړه تفصلي او هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

وروسته، د دوه اړخیزو همکاریو دا هوکړه لیک د دواړو پوهنتونو مسئولانو لاسلیک کړ، چي د یاد هوکړه لیک په مرسته به دواړه نهادونه هڅه کوي؛ تر څو د څېړني، نصاب بیاکتني، علمي کنفرانسو، د دواړو نهادو کارمندانو او استادانو د ظرفیت لوړوني له پاره د برنامو تنظیم او په ځینو نورو برخو کښي خپلي تجربې ېو له بل سره شریکوي او له سته آسانتیاؤ او فرصتو څخه به د ېو او بل په ګټه کار اخلي.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده، چي په دې ناسته کښي د کندهار پوهنتون او بلخ پوهنتون د شرعیاتو او انجینېري پوهنځیو ترمنځ هم د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱