د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۳۱
image

د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

د دوشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) محصلانو ته بېلابېلي لارښووني وکړې، چي پر مهال ئې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ رئیس محترم قاضي کلیم الله محمدي صاحب، د پوهنتون قدرمن مرستیالان او د پوهنځیو رئیسان صاحبان حاضر ول.

بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو؛ وروسته شیخ صاحب د خپلو خبرو په شروع کي محصلانو ته وویل: کفارو په افغانستان کي د افغانانو پر فکر او خاوره اشغال وکړ، دلته ئې ډېري پیسې مصرف کړې؛ خو دا لګښتونه د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ له پاره نه؛ بلکي د خپلو ځانګړو اهدافو له پاره وو؛ خو الحمدلله په مقابل کي ئې ټول افغانان، ځوانان، سپین ږیري، کوچنیان او لویان په یووالي سره ورته ودرېدل او د الله تعالی په نصرت ئې کفار له هيواده وشړل؛ دا یو ستر بدلون او د قربانیو پایله وه، چي باید قدر ئې وسي؛ نن الحمدلله دا شرعي نظام ستاسو پرمختګ ته پوره متوجه دئ، وعدې ئې لږ کړي دي؛ خو په عمل کي ئې ستاسي د پرمختګ، زده‌ کړو او فکري ودي له پاره ډېر ګامونه اخیستي دي، چي دا خپله د ژمنتیا څرګندونه کوي. 
ګرانو محصلانو! تاسي هم باید له دې فُرصت څخه اعظمي ګټه واخلئ او په علمي ډګر کښي له یو بل سره سیالي وکړئ؛ موږ الحمدلله د عصري علومو ترڅنګ په پوهنتون کي دارالحفاظ هم لرو، چي دا د دیني او عصري زده‌کړو ترمنځ یو مهم توازن رامنځ ته کوي؛ نو اړینه ده، چي تاسي خپل وخت منظم کړئ، له سته امکاناتو څخه پوره استفاده وکړئ او د علم په لاسته راوړلو کي جدي هڅه وکړئ؛ تر څو د خپل ځان، ټولني او هيواد له پاره ګټور او مسئول اشخاص وګرځئ.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ رئیس محترم قاضي کلیم الله محمدي صاحب وویل: الحمدلله ډېر خوشحاله یم، چي د کندهار پوهنتون حالت ډېر ښه او منظم وینم، زه د پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوم، چي دلته ئې د محصلانو حق په ښه ډول ادا کړی دئ او تر ډېره ئې ستاسي غوښتني پوره کړې دي؛ ستاسي محصلانو څخه هم غوښتنه کيږي، چي په فکري ډګر کي تر نورو ځانونه مخکي کړئ او خپل صورت او سیرت داسې جوړ کړئ، چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیلي پوره سي؛ ځانونه داسي کسان وروزئ، چي د هيواد راتلونکی درباندي آباد سي، له علم او پوهي څخه اعظمي استفاده وکړئ او د ټولني له پاره ګټور، بااخلاقه او متعهد کسان وګرځئ.

وروسته مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۴