د دارالصالحین ليليې زرونو محصلانو ته اصلاحي بیان وسو
د دارالصالحین ليليې زرونو محصلانو ته اصلاحي بیان وسو
د يکشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) محصلانو ته بیان وکړ او دغه راز ئې هغوی ته بېلابېلي اصلاحي لارښووني وکړې.
بيان چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کي شیخ صاحب وويل: الحمدلله، ډېر خوشحاله یم، چي یو ځل بیا د خپلو مسافرو او هڅاندو محصلانو په منځ کي ناست یم، الله تعالی دي تاسو ټولو ته په علم، ادب او په ژوند کي برکت درکړي؛ زه ټولو محصلانو ته دؤعا (دعا) کوم، چي الله تعالی دي تاسي د صحي علم، نیکو اخلاقو او اسلامي سیرت په وسیله داسي اشخاص کړي، چي د دین، نظام او د دې کړېدلي اولس د خدمت جوګه سی.
دغه راز قدرمن شیخ صاحب زياته کړه، چي عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله، نظام او اولس، ستاسي څخه ډېري هیلي لري، دا هیلي یوازي هغه وخت پوره کېدای سي، چي محصل خپل علمي، اخلاقي او اسلامي مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي، خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت مطابق جوړ کړي او په خپلو کړنو کي د مسلمان ښه نمونه وه اوسي. شیخ صاحب د ظاهري بڼي په اړه د رسول الله ﷺ د څو لارښوونو یادونه هم وکړه او وې ویل: ټولو انبیاء علیهم السلام لنګوټې تړلې او هيڅ یوه هم ږیره نه ده کوچنۍ کړې؛ کله چي به رسول الله ﷺ د صحابه کرامو سره ناست وو، د دباندي څخه، چي به کله يو څوک د ده مبارک ليدو ته راغلی، د ظاهري بڼي په اساس ئې د رسول الله ﷺ پېژندل نسوای کولای؛ ځکه چې ټولو یو ډول لباس او سیرت درلودئ؛ نو موږ او تاسي هم باید خپل صورت او سيرت د رسول الله ﷺ په طريقه جوړ کړو؛ تاسي محصلانو ته چي موږ علماءکرام کوم بیانونه کوو، دا زموږ د شخصي نظر پر بنسټ نه دي، دا ټول بیانونه مو د قرآن کریم او د رسول الله ﷺ د سنتو واضح احکام دي.
الحاج شیخ صاحب د خپلي وینا پر مهال د کندهار د امنیه قوماندان او د امیرالمؤمنین شیخ صاحب د استشهادي کنډک د مشر، محترم الحاج طالب مولوي صاحب، د هغه بيان وستايه، چي د تېري جمعې په ورځ ئې د کندهار پوهنتون و محصلانو ته کړى وو او د هغه کورودانی ئې ووايه او د الحاج طالب مولوي صاحب اصلاحي خبري ئې د محصلانو له پاره د ایماني قوت، ورورولۍ، شریعتپالني او ښو اخلاقو په برخه کي ډېر ګټور پیغامونه یاد کړل.
دغه راز شيخ صاحب محصلانو ته وويل: تاسي ته مو، د امکان تر کچه، هر اړخیز علمي او استوګنیز پوره امکانات برابر کړي دي؛ تر څو تاسي وکولای سى، چي په ډاډه زړه سره خپل درس ووایاست، دغه راز ستاسي له پاره مو د علمي سېر پوره امکانات هم چمتو کړي دي.
په پای کي، شیخ صاحب محصلانو ته لارښوونه وکړه، چي خپل ټول ژوند په ادب، اخلاقو او د الله د لارښوونو سره سم تېر کړي، د خپلو ښوونکو، علماء کرامو او مشرانو احترام وکړي، او د خپل دیني او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کي پاکوالی، صداقت، عاجزي او اخلاص مراعت کړي، په خپلو منځو کي همېشه شفقت وکړي او يو د بل قدر او احترام وکړي، وروسته شیخ صاحب تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.