د تلي د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۳۲
image

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د تلي (مېزان) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د آمریتو آمران حاضر ول.

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه او وې ویل: د ېوې ادارې پرمختګ هغه وخت رامنځ ته کېږي، چي اخلاص، اتفاق او نظم پکښي موجود يي او په دوهم قدم کي مشوره ډېره مهمه ده؛ نبي کریم ﷺ ته سره له دې چي الهي وحي کېدلې؛ خو بیا به ئې هم له اصحابو کرامو سره مشوره کوله؛ نو تاسي هم د خپلو مامورانو کارکوونکو سره مشورې کوئ؛ ځکه په مشوره کښي خیر دئ.

ورپسې د معاونيتو درنو مرسيالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

په دې ناسته کي د استادانو د احصائیوي ډاټابېس، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د څانګو د نومو پر اصلاح، د انجنيري پوهنځي د ماسټرۍ برنامو د اجرائیوي کمېټې د غړو پر تائیدۍ، د آزموینو د پوښتنو پاڼه په دواړو ژبو: پښتو او دري ليکلو، د کیفیت د لوړاوي د نوي چوکاټ پلي کولو، د حاضرۍ پر کنټرول، د علمي څېړنو پر پرمختګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوي او وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه:١٤٤٧/٤/٢٩
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت