د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفيذ کمېټې ناسته

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴
image

د کندهار پوهنتون د محترم رئيس صاحب په مشري د پوهنتون د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفيذ کمېټې ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د رئيس محترم شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفيذ کمېټې د ياد قانون د ښه تطبیق په موخه نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون ټول قدرمن مرستيالان او دعوت او ارشاد محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي
صاحب حاضر ول.

ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په سر کښي د یادي کمېټې تېرو پرېکړو ته کتنه وسوه، ورپسې د عاليقدر اميرامؤمنين حفظه الله تعالی د فرامينو بشپړ تطبيق او د پوهنتون په ټولو بلاکونو کي د پوهاوي په موخه چاپ او نصبول، د لیلیې محصلانو له پاره شرایط پاڼه جوړول او د لیلیې په ټولو منزلو کي ځړول، د پوهنتون منصوبانو او محصلانو د سيرت او صورت برابرولو او د يو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او پرېکړي وسوې.

وروسته د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د چارو د ښه ترسره کېدو له پاره مشورې او ناستي مهمي وبللې او اړوندو مسئولانو ته ئې لارښوونه وکړه، چي په پوره حکمت سره خپلي چاري مخته يوسي. ورپسې د کمېټې غړو له هغه سره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په برخه کي د خپلو فعاليتو راپورونه شريک کړل، چي وروسته د ياد قانون د بشپړ تطبيق په تړاو لازمي لارښووني او سپارښتني وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٧/٨/١١