اُستادانو او اداري کارمندانو ته عقیدتي درسونه پېل سول

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۹:۳۵
lectures

د شنبې په ورځ، په کندهار پوهنتون کښي، د دعوت او ارشاد آمریت اُستادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته، د ټاکلي مهال وېش سره سم، د عقیدتي درسو لړۍ پېل کړه.

د یادو درسو د پېل په ورځ، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي وویل: یاد درسونه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په هڅه د هیواد په ټولو پوهنتونو کښي پېل سوي، چي په کندهار پوهنتون کښي به هم، هره ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته پر ټاکلو موضوعاتو بحث او وینا کیږي.

وروسته ښاغلي فضلي، د عقیدې، ایمان او اسلام اړوند تفصیلي خبري او معلومات وړاندي کړل او هم ئې د اېمان اړوند مثالونه وړاندي کړل.

وروسته د عقیدتي دغه درس د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد.