«ګندهارا» د طبيعي علومو د نړۍوال ژورنال دوهمه ګڼه پر ليکه سوه 

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۴
image

«ګندهارا» د طبيعي علومو د نړۍوال ژورنال دوهمه ګڼه پر ليکه سوه 

د کندهار پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيت د هڅو په پايله کي، د خپلو دوو ملي چاپي ژورنالو (منډیګک او نارنج) تر څنګ، دوه نړۍوال علمي ژورنالونه هم پر ليکه کړي، چي له نېکه مرغه د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په هڅو له دغو نړۍوالو ژورنالو څخه د «ګندهارا د طبيعي علومو نړۍوال ژورنال» دوهمه ګڼه په رسمي ډول پر ليکه سوه.

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال محترم پوهنیار دوکتور رحمت‌الله پښتون صاحب، د عامه پوهاوي او اړيکو آمريت سره د مرکې پر مهال د طبيعي علومو د پوهنځيو له ټولو استادانو، څېړونکو او نورو علاقه‌مندانو څخه وغوښتل، چي خپلي څېړنيزي مقالې د «ګندهارا د طبيعي علومو نړۍوال ژورنال» د وېب‌پاڼي له لاري د ژورنال د ځانګړي سيسټم په کارولو سره ثبت او اپلوډ کړي؛ تر څو د علمي ارزوني، کتني او تصويب له پړاوو وروسته خپرې سي.

دغه راز هغه زياته کړه، چي د ارغند د ټولنيزو علومو نړۍوال ژورنال دوهمه ګڼه به هم د همدې ميکانيزم له مخه، په نږدې راتلونکي کي پر ليکه سي، چي په خبره ئې دا ټول پرمختګونه د کندهار پوهنتون د رهبرۍ او استادانو د ګډو هڅو پايله ده او د علمي څېړنو معاونیت به په راتلونکي کي هم لا د علمي څېړنو د کيفيت لوړولو او د علمي ژورنالو د لا پياوړتيا له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د يادولو وړ ده، چي کندهار پوهنتون تر دې وړاندي هم د «ارغند د ټولنيزو علومو ژورنال» او «رازي د طبي علومو ژورنال» په نوم دوه نور نړۍوال ژورنال پر ليکه کړی دي، چي دواړه ژورنالونه د نړۍوالو علمي معيارونو له مخه تنظيم سوي دي او د علمي څېړنو د خپرولو له پاره مناسب چاپېريال برابروي.

نېټه: ١٤٤٧/٨/١٧