په کندهار پوهنتون کښي د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځنۍ رهبري شورا پاى ته ورسېده

kdru_admin
Sat, Aug 08 2026 12:24 PM
hh

په کندهار پوهنتون کښي د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځنۍ رهبري شورا پاى ته ورسېده

 

د لوړو زده کړو وزارت د قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ، د ياد وزارت، امارتي پوهنتونو او

ديني جامعاتو دوې ورځنۍ رهبري شورا په کندهار پوهنتون کښي پای ته ورسېده، چي پکښي د لوړو زده کړو وزارت معینانو، د مرکزي ادارو مسئولانو، د دیني جامعاتو او تخصصاتو، مرکزي او ټولو ولایتي امارتي پوهنتونو رئیسانو ګډون کړی وو.

 

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ لومړى د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وويل: دغه رهبري شورا هر کال د لوړو زده کړو د چارو د لا ښه والي، د پوهنتونو د ستونزو، پرمختګو، علمي فعالیتو او د مسئولانو د نظرو د اورېدلو په موخه جوړيږي؛ ځکه د پوهنتونو مسئولان په مستقیم ډول له علمي، تدریسي او اداري چارو سره تړاو لري او د هغوی مشورې د علم او لوړو زده‌ کړو د پرمختګ له پاره ځانګړی ارزښت لري؛ په دې ډول مجلسونو کښي خیر او برکت يي او د علمي چارو د پرمختګ او همږغۍ له پاره ډېر مهم دي.

 

محتر وزیر صاحب وویل: هر مسئول باید د خپل مسئولیت، د پوهنتون د رسالت او د محصل د مقام او پرمختګ په اړه بشپړه پوهه ولري؛ ځکه پوهنتون هغه علمي او روزنیز مرکز دئ، چي د ټولني د راتلونکي له پاره مسلکي، متعهد او بااخلاقه کادرونه پکښي روزل کیږي؛ محصل پوهنتون ته ځکه راځي، چي خپل مسلک انتخاب کړي، علم ترلاسه کړي او داسي شخصیت وروزل سي، چي سبا د ملک، نظام او ټولني خدمت وکړای سي؛ له همدې امله د پوهنتون هر استاد، مسئول او کارکوونکی د دغه ستر امانت په ساتنه او روزنه کښي دروند مسئولیت لري.

 

هغه زياته کړه، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو وروسته لوړو زده کړو ته ځانګړى پام سوى دئ او لا نور کوښښ کیږي، چي پوهنتونونه د اسلامي شریعت، سالمي عقیدې، علمي وړتیا او مسلکي مهارتونو مرکزونه سي؛ په همدې موخه باید د محصلانو او استادانو علمي ظرفیت، صورت او سیرت، دیني روزنه او اخلاقي ارزښتونه په متوازن ډول پیاوړي سي؛ تر څو داسي فارغان وروزل سي، چي هم په خپل مسلک کښي تکړه يي، هم سالمه عقیده ولري او هم د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتني ترڅنګ د ټولني د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا ولري.

 

همدارنگه قدرمن وزیر صاحب د پوهنتونو رئیسانو صاحبانو ته وویل: پوهنتونونه د ملک د پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا مهم علمي مرکزونه دي او د زراعت، طب، انجنیرۍ، ښووني او روزني، اقتصاد او نورو برخو ټولي ادارې د پوهنتونو روزل سوو کادرونو ته اړتیا لري؛ له همدې امله باید د تدریس کیفیت، علمي څېړني، عملي زده‌کړي او د محصلانو مسلکي وړتیاوو ته لا ډېره پام وسي؛ تر څو داسي متخصصان وروزل سي، چي تر فراغت وروسته په عملي ډګر کښي د ملک او خلکو د خدمت جوګه يي او د ظرفیت د کمښت له ستونزي سره مخ نه سي؛ د علمي مرکزو خدمت، پرمختګ او ترقي د ټولو ګډ مسئولیت دئ. پوهنتونونه د نظام د تقویې، د علم د ودي او د ملک د راتلونکي د جوړېدو مهم مرکزونه دي؛ نو لازمه ده، چي ټول مسئولان د خپلو ورسپارل سوو مسئولیتو په ترسره کولو، د علمي کیفیت په لوړولو او د هيواد د اړتیاوو مطابق د مسلکي، متعهدو او باکیفیته کادرونو په روزنه کښي خپل مسئولیت په اخلاص او امانتدارۍ سره ادا کړي.

 

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د علم پر ارزښت او په عمل کښي اخلاص او همدا راز مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د بیت المال پر ساتني او سمي کاروني خبري وکړې.

 

همدا ډول په دې ناسته کښي د (وردګ پوهنتون) د کنفرانس له پاره د مقالو پر کره کتني، د ځوانانو له پاره د کارموندني پر لارو چارو، د محصلانو د مشکلاتو پر حللارو، له دباندنيو بورسونو څخه د راګرځېدو په صورت کښي د استادانو پر علمي مکلفیت، د استادانو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه د بست او حقونو په ساتلو سره هر کال لږ تر لږه دوه د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو پر ځانګړي کولو، استادانو ته د نړۍوالو علمي ډاټابېسو او علمي مجلو د لاسرسي زمینې پر برابرولو، د ۱۴۰۴ل. کال د پاته پروژو د تطبیق پر ستونزو، افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو محصلانو د پاته تحصیلي چارو پر بشپړولو، د استادانو د علمي ترفیعاتو له پاره د واحد برېښنایي سیسټم پر جوړولو، د علمي کادر غړو ته د څېړنو په برخه کښي د وزارت د ورکشاپو پر دائرولو، د دیني جامعاتو د فاضلانو له پاره د علمي سېر پر زمینې برابرولو، د علمي تحقیقاتو پر تنظیم، پرمختګ او معیاري کولو، د شپنیو برنامو په فیس کښي د توپیر پر رامنځ ته کولو، دیني جامعاتو ته د ملکیت په توګه د زېربناوو پر ورکولو، د عمومي رخصتیو په ورځو کښي د استاذانو د حضور او غیاب په اړه، په پوهنتونونو کي د حفظه الصحه پاکو اوبو او فاضله اوبو د تصفیې پر ستونزو، د لابراتور آمریت او له هغه سره د اړوندو مدیریتو د بستونو پر رامنځ ته کولو، د کندهار پوهنتون او کابل پوهنتون له پاره د آزادي مطالعې د مرکز پر ایجاد؛ د هيواد په ټولو پوهنتونو کښي د اسلامي امارت د پېژندني د مرکز پر جوړېدو؛ په هغو څانګو کښي د ماسټري او دوکتورا برنامو پر رامنځ ته کولو، چي لا هم پکښي یادي برنامې نسته او هم پر ځينو نورو اړوندو مهمو موضوعاتو باندي بحث او لازمي پرېکړي وسوې.

 

د یادوني وړ ده، چي ياده رهبري شورا په کال کښي يو وار جوړيږي، چي تېر کال هم په کندهار پوهنتون کښي جوړه سوې وه.

 

نېټه: ١٤٤٨/٢/۲۴

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت