په کندهار پوهنتون کي د ختم تراویح او د قرآن کریم ژباړه او تفسیر شروع سول

د روژې مبارکي میاشتي په راتګ سره، د دعوت او ارشاد آمریت په هڅه؛ د کندهار پوهنتون رئېس، الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي د پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلانو ته د قرآن کریم د ژباړي او تفسیر لړۍ پېل کړه.
په دې علمي او روحاني لړۍ کي به، هره ورځ د قرآن کریم ژباړه او تفسیر وړاندي کېږي؛ څو ګډونوال د اسلام د سپېڅلي کتاب پیغام ته لا ښه متوجه سي او د خپل دیني بصیرت کچه لوړه کړي.
همدارنګه، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ، حافظ مولوي رفیع الله د پوهنتون مسافرو استادانو او محصلانو له پاره د ختم تراویح پېل کړې؛ څو د روژې د فضیلتو څخه لا زیاته ګټه واخستله سي.
ګډونوالو د دعوت او ارشاد له آمریت څخه مننه وکړه، چي د روژې مبارکي میاشتي روحانیت ته ئې ځانګړى پام کړى او داسي دیني لړۍ ئې تنظیم کړې، چي د ایمان، تقوا او اسلامي ارزښتونو د پراخولو سبب کېږي.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۲