په ښوونه او روزنه سمبال ۲۲۶ محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

kdru_admin
Sun, Aug 04 2024 12:09 PM
graduation


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د دوولسو بېلابيلو څانګو څخه ۲۲۶ محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولانو، د دولتي او شخصي ادارو مسئولانو، استادانو، علماء کرامو او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو ګډون کړى وو.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي، د ښووني او روزني پوهنځي رئېس پوهنیار ولي محمد عزیزي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاښت ووایه؛ د خپلي پوهنځي پر تاریخچه او په ټولنه کښي ئې، د ښووني او روزني پوهنځي د فارغانو پر رول خبري وکړلې؛ وروسته ئې فارغان و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او پر مسئولانو ئې ږغ وکړ، چي د هیواد په ټولو اداري چارو؛ په ځانګړي توګه په ښوونځیو او تعلیمي برخو کښي دي، له دې ځواني انرژۍ څخه ګټه واخیستله سي.

وروسته د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې فارغانو ته په اشاره وویل: تاسي بختور خلګ یاست، چي الله سبحان و تعالی پوهه در نصیب کړه؛ ځکه کله چي الله سبحان وتعالی ته څوک خوښ سي؛ نو الله سبحان و تعالی هغه ته روا پوهه ورکړي او د علم په ښایست ئې سمبال کړي.

ښاغلې طیبي زیاته کړه، چي زموږ د پوهنتونو فارغان دي، نه ناهیلي کیږي، د ا.ا.ا مسلکي کادرونه اړتیا لري او ټول هغه تحصیل لرونکو ځوانانو ته به، د کار زمېنه مساعده وي، چي اهل او لایق يي، هغه له فارغانو وغوښتل، چي تاسي د دې سپېڅلي نظام د دوام او ټینګښت په برخه کښي هر ېو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړئ.
د غونډي په وروستیو کښي، د د ښووني او روزني پوهنځي د اسلامي علومو او ثقافت څانګي استاد پوهنیار عبدالخالق چوپان، د استادانو په استازیتوب، د کندهار د اقتصاد ریاست رئېس ملا عبدالسلام بریالي، د کندهار د پوهني ریاست په استازيتوب الحاج مولوي اکرم شاه عاصم او نورو مسئولانو ویناوي وکړې، دوی فارغان و نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او آبادۍ ته وهڅول، چي دا هیواد مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د آبادۍ له پاره به ئې په ګډه کار کوو‍. د غونډي په ورستیو کښي، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.
نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۴