په نړۍوالو ژورنالو کي د علمي مقالې د خپرولو لارو چارو په نامه؛ ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
Sun, May 04 2025 11:02 AM
image



د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت په نوښت، د مسلکي پرمختيايي مرکز او د ښووني او روزني پوهنځي په همکارۍ، د درې ورځني ورکشاپ په وروستۍ ورځ؛ په نړۍوالو ژورنالو کي د علمي مقالې د خپرولو لارو چارو په نامه، ورکشاپ دائر سو.

د ياد ورکشاپ تدريسي او عملي چاري د څېړنو معاونيت د څېړنيز مرکز اړوند د طبعي چارو کارپوه ښاغلي ویس محمد لعلي مخ ته يو وړې او په جريان کي ئې په نړۍوالو او ملي ژورنالو کي، د علمي مقالې د خپرولو پر لارو چارو هر اړخیز بحث وکړ.

هغه د مقالو ډولونه، د علمي مقالې اوډنه، د کندهار پوهنتون علمي مجلو ته د مقالو ليږلو اصول(فورمه، چک ليست او د ليکلو طريقه ئې.)، سايټشن او ډولونه او نورو مهمو موضوعاتو په اړه وضاحت ورکړ او ويل سوي سرليکونه ئې په ګډونوالو عملي کړل؛ د ورکشاپ په وروستۍ کي، د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او ورکشاپ په دؤعا کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۳