نهايي آزمویني به د (١٤٠٤.ل) کال د غبرګولي (جوزا) د میاشتي پر ٢٤مه نېټه پېل سي

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال محترم مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلي وینا پر مهال ئې د آزمویني پر نظم، آزمویني ته د محصلانو پر وخت راتګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هر اړخیز بحث وکړ؛ ګډون والو ئې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کښي ئې لازمي پرېکړي وسوې.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي وویل: په ټولو پوهنځیو کښي سميسټرونه د پلان سره سم پای ته رسيږي؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به، د روان سميسټر نهايي آزمویني د (١٤٠٤.ل) کال د غبرګولي (جوزا) د میاشتي پر ٢٤مه نېټه پېل سي.
د ناستي په ورستیو کي د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین او د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو د آزموینو په لا ښه ډول اخیستلو او نورو اړوندو برخو په اړه خپل نظرونه ناستي ته وړاندي کړل او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وښود.
وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۷