رسمي لیکنو کي د املاء اُصول

په (رسمي لیکنو کي د املاء اُصول) په نوم، درې ورځنى ورکشاپ پاى ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د یاد مرکز آمر او د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانگي استاد پوهندوی عطاءالله محمدي، د پوهنتون اداري کارکوونکو ته، (په رسمي لیکنو کي د املاء اُصول) په نوم، درې ورځنى ورکشاپ پاى ته ورساوه.
په دغه ورکشاپ کي پوهندوی عطاء الله محمدي د پښتو ژبي د بېلابېلو آرونو اړوند بحث او خبري وکړې؛ هم ئې په اړه بېلابېلي بېلګي وړاندي کړې او دغه راز په ېو جوړ کړي پرېزينټېشن کښي ئې ادوات، بلونه او وندونه تعريف کړل؛ ورپسې ئې د هر ياد سرليک پر بېلابېلو برخو باندي مثالونه ورکړل؛ هغه ئې په جملو کښي کار کړل او هم ئې په ګډون والو عملي کړل. ښاغلي محمدي پر (مي، مې؛ کي، کې؛ ئې، يې؛ او دي، دې) او بېلابېلو آرونو باندي خبري وکړې او د هغو پر سم او ناسم استعمال ئې هم هر اړخيز بحث وکړ؛ د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او یاد درې ورځنى ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت