د کندهار پوهنتون په بدني روزني کلب کښي هره ورځ له ۲۹۰ څخه زیات محصلان، استادان او کارکوونکي ورزش کوي

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند، د ورزشي عمومي مدیریت په څارنه د بدني روزني کلب هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ٩:۰۰ بجو پوري خلاص يي.
د ورزشي عمومي مدیر جمیل احمد همت د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د ورځي په اوږدو کي ۲۰۹ محصلان د مسلکي ټرېنرانو او استادانو په لارښوونو تمرینونه کوي؛ همداراز، ۸۱ استادان او اداري کارکوونکي هم له دې خدماتو څخه ګټه اخلي، چي د ېوې ورځي په جریان کي ۲۹۰ تنه په یاد کلب کي ورزش کوي.
همداراز د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصل ښاغلي نېک مل هم د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: "زه هره ورځ کلب ته ورځم، تمرین مي د ذهني تمرکز، فزیکي وړتیا او سالم ژوند له پاره ډېر مهم بولم". دغه راز د شرعیاتو پوهنځي محصل سکندر انصاري د کندهار پوهنتون د رهبرۍ څخه د منني تر څنګ وایي: "بدني تمرین زما د ورځني ژوند ېوه مهمه برخه ده؛ زه هڅه کوم، چي هره ورځ منظم تمرین وکړم؛ دا نه ېوازي زما بدن ته ګټه رسوي؛ بلکي پر زدهکړو مي هم مثبت اغېز لري."
د يادولو وړ ده، چي د پوهنتون ورزشي مدیریت په راتلونکي کي د ياد کلب د لا ښه فعاله کېدو او پرمختګ له پاره ځانګړي پلانونه لري او هڅه کوي، چي د محصلانو، استادانو او کارکوونکو له پاره سالم چاپېريال برابر کړي؛ ترڅو فکري، رواني او فزیکي پرمختګ ته لاره هواره سي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۰