د کندهار پوهنتون نوی رئيس معرفي سو

kdru_admin
Tue, Jul 28 2026 5:26 PM
 کندهار پوهنتون نوی رئيس معرفي سو

د کندهار پوهنتون نوی رئيس معرفي سو

 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر اساس، شیخ مولوي عبدالرحمن غزنوي صاحب د کندهار پوهنتون رئيس وټاکل سو، چي د معرفت په مراسمو کښې د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ اوسنی معين شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د ښاري محکمې رئیس شیخ مولوي رشاد صاحب، د کندهار ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مفتي میرزامحمد زاهد صاحب، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي، د بېلابېلو پوهنځیو رئيسان او د آمریتو آمران حاضر ول.

 

د پېژندني یاد مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سول، په شروع کي د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار مولوي سیف الله سعيد صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ويل: د اسلامي امارت له ښېګڼو څخه یوه هم دا ده، چي د ادارو د لا ښه پرمختګ او د چارو د ښه تنظیم په موخه ټاکني او تبدیلیاني کیږي.

دغه راز ښاغلي سعيد وویل: د کندهار پوهنتون مخکني رئیس د خپل مسئولیت پر مهال په پوره اخلاص او په ښه توګه د پوهنتون د علمي، اداري، انکشافي او خدماتي چارو د پرمختګ له پاره پوره خدمتونه کړي دي او خپل سپارل سوی مسئولیت ئې په ښه ډول سرته رسولی دئ؛ همداراز نوي مسئول ته ښه راغلاست وايو او الله تعالی ته دؤعا کوو، چي هغه ته هم د خپل درانه مسئولیت په ښه ترسره کولو، د ادارې په لا پرمختګ او د نظام او اولس د هیلو په پوره کولو کښي ورته توفیق ور په برخه کړي.

 

وروسته د کندهار ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مفتي میرزامحمد زاهد صاحب وويل: کندهار پوهنتون د علم بنسټړدئ، دلته داسي محصلان فارغیږي، چي سبا د ټولني ډېری خلک سر و کار ورسره لري او د خلکو ستونزي د دوی په وسیله حلیږي؛ له همدې امله اړینه ده، چي د پوهنتون فارغان هم له عقیدوي اړخه پیاوړي او هم په خپلو مسلکي برخو کښي تکړه وروزل سي؛ د کندهار پوهنتون مخکني رئیس د خپل مسئولیت پر مهال خپل سپارل سوی مسئولیت په ښه ډول سرته رسولی دئ؛ له نوي رئیس څخه هم هیله لرو، چي د دې علمي ادارې د لا پرمختګ او پیاوړتیا له پاره لا زیاتي هڅي وکړي. ښاغلي زاهد صاحب د خپلو خبرو په دوام په اسلامي امارت کي تغیر او تبدیل د یوې ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ او هم ئې وویل: په ا.ا کي تغیر او تبدیل یو معمول دئ.

 

ورپسې د کندهار پوهنتون مخکني رئیس او اوسني د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وويل: موږ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی سره بیعت کړی دئ او د مسئولیت اختیار مو هم د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په لاس کښي دئ؛ که مسئولیت کوچنی يي او که لوی او که مسئولیت و نه لرو، په هر حالت کښي د خپل امیر اطاعت کوو او د هغه د لارښوونو عملي کول خپل مسئولیت بولو. کندهار پوهنتون د زون په کچه یو مهم علمي مرکز دئ، چي د ملک د ۳۴ ولایتو محصلان او استادان پکښې دي او ټولو ته په مساوي ډول علمي او خدماتي آسانتیاوي برابریږي؛ په پوهنتون کښي هر ډول پرمختګ د استادانو، مرستیالانو او ټولو کارکوونکو د ګډو هڅو او همکارۍ پایله ده او زه د دوی له خدمتونو څخه ډېر خوشحاله یم زما ئې پوره اطاعت کړی دئ؛

په پای کښي ښاغلي طیبي صاحب له ټولو استادانو، مسئولانو او کارکوونکو وغوښتل، چي له نوي رئیس صاحب سره هم د پخوا په څېر پوره همکاري وکړي، د ادارې د لا پرمختګ له پاره خپل مسئولیتونه په اخلاص سره ترسره کړي او د پوهنتون د علمي، اداري او خدماتي چارو د لا پیاوړتیا له پاره ګډي هڅي وکړي.

 

وروسته د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن غزنوي صاحب وويل: زموږ او ستاسي هدف یو دئ، هغه دا چي د الله تعالی رضا ترلاسه کړو؛ که د الله تعالی رضا مو په ټولو چارو کښي په نظر کښي يي؛ نو زموږ کارونه به له برکت، اخلاص او پرمختګ څخه برخمن يي؛ داسي فارغان بايد ټولني ته وړاندي کړو، چي هم له دیني اړخه تکړه يي او هم په خپلو مسلکي برخو کښي لوړ ظرفیت ولري؛ ترڅو د ټولني د ستونزو د حل، د ملت د خدمت او د اسلامي نظام د اړتیاوو د پوره کولو جوګه وګرځي.

ښاغلي غزنوي صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کښي د ټولو پوهنځیو له رئیسانو او استادانو څخه وغوښتل، چي بشپړه همکاري ورسره وکړي؛ ځکه یو کس په یوازي توګه د یوې ادارې چاري نسي سمبالولای؛ نو اړتیا دا ده، تر څو ټول همکاري ورسره وکړي.

 

په وروستیو کښي د کندهار ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مفتي میرزامحمد زاهد صاحب د نوي ټاکل سوي رئیس د ټاکل کېدو حکم ولووست، وروسته ټولو مسئولانو هغه د مسئولیت پر چوکۍ کښېناوه او ټولو په چارو کښي د بریالیتوب دؤعاوي ور ته وکړې.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۱۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت