د کندهار پوهنتون رئېس، استادانو ته: ستاسو د علم او زحمت په برکت به؛ کندهار پوهنتون د نړۍ له سترو پوهنتونو څخه سي

kdru_admin
Mon, Apr 28 2025 9:29 AM
image


دا څرګندوني د کندهار پوهنتون محترم رئېس، الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي صاحب، د ياد پوهنتون په مسجد کي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د عملي کولو په موخه، په جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي په دې معنوي غونډه کي د کندهار پوهنتون معززه رهبري، د ټولو پوهنځیو محترم استادان او د دعوت او ارشاد آمریت مسئولان حاضر ول.

د غونډي پېل د قرآن کريم په څو مبارکو آياتو سره وسو؛ وروسته د کندهار پوهنتون محترم رئېس، الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو په پېل کي ئې د آمرانو پر اطاعت هر اړخیز بیان وکړ او وې ویل: په هر پوهنځي کي چي کوم رئېس ټاکل سوی، ستاسي د استادانو آمر دئ، پر تاسو ئې اطاعت لازم دئ؛ کله چي عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه زه د کندهار پوهنتون رئېس وټاکلم، ټينګار ئې وکړ، چي د پوهنتون مادي او معنوي پرمختګ له پاره کار وکړم؛ الحمدلله، نن د الله جل جلاله په فضل، کندهار پوهنتون د پراخ پرمختګ په حال کي دئ او دا یوازنى پوهنتون دئ، چي عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله دوه ځله تشریف ور ته راوړی دئ.

شېخ صاحب استادانو ته د دوی پر درانه مسئولیت هم خبري وکړې او زیاته ئې کړه: ګرانو استادانو! ستاسي سره د علم سمندر درسره دئ؛ تاسي د پوهنتون معنوي ځواک یاست؛ الله تعالی د ټول افغانستان د محصلانو د روزني مهم مسئولیت تاسي ته درسپارلی دئ؛ دا محصلان باید د اسلامي قوانینو، دیني ارزښتو او افغاني کلتور په رؤڼا کي وروزئ؛ د حاضریو کنټرول ته ځانګړې توجه وکړئ، د وخت پابنده اوسئ او هېڅکله هم محصل ته بې ځايه نؤمره مه ورکوئ؛ حتی که ېوه نؤمره هم يي، باید د استعداد پر بنسټ ورکول سي.

په پای کي، شېخ صاحب د قرآن کریم دا مبارک آیت تلاوت کړ: (يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱدۡخُلُواْ فِي ٱلسِّلۡمِ كَآفَّةٗ وَلَا تَتَّبِعُواْ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيۡطَٰنِۚ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوّٞ مُّبِينٞ) [البقرة: ۲۰۸] د آيت شریف د ژباړي په بیانولو سره ئې وویل: "ای مؤمنانو! په بشپړ ډول په اسلام کښي داخل سئ او د شیطان ګامونه مه تعقیبوئ، بېشکه هغه ستاسي ښکاره دښمن دئ." ښاغلي شيخ صاحب استادانو ته سپارښتنه وکړه، چي د نبوي سنتو اتباع وکړي؛ ځکه د سنتو په تعقیب کي د دؤنیا او آخرت ګټه ده.

په وروستیو کي د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي صاحب فضل احمد فضلي او د علمي چارو محترم مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم زي هم ویناوي وکړې؛ هغوی کارمندانو ته سپارښتنه وکړه، چي ځانونه لا نور پر سنتو برابر کړي او هغه ټول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون مراعت کړي، چي عاليقدر امیر المؤمنین حفظه‌الله صادر کړی.

وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۳۰