د کندهار پوهنتون د علمي مرستیال د مخه ښې غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي، د علمي چارو د مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم زي د قدرداني او مخه ښې غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرئ غړي، د پوهنځيو رئېسان، د آمريتو آمران او استادان حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب خبري وکړې او وې ویل: نن ورځ ډېره خواشینونکې ده؛ ځکه موږ له ېوه داسي ملګري سره مخه ښه کوو، چي نه ېوازي یو بااحساسه مرستیال؛ بلکي ېو صادق او مهربان ملګری ؤ. محترم مشک عالم زي صاحب ماته د پلار په څېر عزت راکوی او هغه مسئولیت، چي نظام ورسپارلی ؤ، په امانت او صداقت سره ئې ترسره کړ؛ هغه زیاته کړه، چي دا نظام موږ ته په کوم ځای کي مسئولیت راکوي؛ باید اطاعت ئې وکړو.
ورپسې محترم دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم زي خپله وینا وکړه؛ هغه وویل: زه شکر اداء کوم، چي الله تعالی ما ته دا توان راکړ، چي د خپلي دندي تر پایه صادق پاته سم؛ که په ځینو برخو کي سهوه سوې يي، له ټولو همکارانو څخه بخښنه غواړم او د هغو له همکارۍ څخه مننه کوم، چي همېشه ئې له ما سره کړې ده."
د غونډي په وروستیو کي، ښاغلي مشک عالم زی ته د درناوي په توګه ستاینلیکونه، یادګاري تحفې او ایوارډونه ورکړل سول او ګډونوالو د بریاؤ دؤعاوي ور ته وکړې.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
د يادولو وړ ده، چي پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم زی د کابل پولي تخنيک پوهنتون د علمي چارو مرستیال وټاکل سو.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۲