د کابل او کندهار پوهنتونو د انجنيري پوهنځیو ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو
د کابل او کندهار پوهنتونو د انجنيري پوهنځیو ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو
د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي په ریاست کښي، د کابل پوهنتون او کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځیو ترمنځ د علمي، مسلکي او تخنیکي همکاریو پنځه کلن هوکړه لیک لاسلیک سو، چي پر مهال ئې د دواړو پوهنتونو د رهبرۍ غړي او استادان حاضر ول.
په همدې مناسبت جوړه سوې ناسته کښي لومړی د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته ئې وویل: کابل پوهنتون په تدریسي، اداري او څېړنیزو چارو کښي د ملک له ټولو علمي بنسټو سره پوره همکاري کړې او د دغه هوکړه لیک لاسلیک د انجنیري علومو د عصري کولو په برخه کښي یو مهم ګام دئ. دغه راز ښاغلي عزیز د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي د تاریخچې او پرمختګونو په اړه خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي دغه پوهنځی په ۱۳۳۵ لمریز کال تأسیس سوی او اوس مهال د سېول، میخانیک، مهندسۍ، برېښنا او الکترونیک، انرژۍ او ښاري طرحي څانګي لري، چي د برېښنا او انرژۍ په څانګو کښي د ماسټرۍ برنامې هم جریان لري او ډېر ژر به، په ۱۴۴۸ق. کال کښي د سېول انجنیري څانګي د ماسټرۍ برنامه هم پیل سي.
وروسته د کندهار پوهنتون د انجینري پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور فدا محمد ساحل د کابل پوهنتون پر مېلمه پالني خوښي وښوده او د دغه هوکړه لیک موخه ئې د دواړو پوهنتونو ترمنځ د علمي تجربو او سته امکاناتو تبادله وبلله؛ هغه د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د پرمختګونو په اړه وویل: دغه پوهنځي په ۱۳۷۹ ل. کال کښي تأسیس سوې او اوس مهال پنځه فعالي څانګي: بنسټيز ساینس، سېول، د اوبو او چاپېریال، انرژي او مهندسي) لري او دغه پوهنځي د ماسټرۍ دوې برنامې هم لري، چي ډېر ژر به ئې تدریسي چاري پیل سي.
په وروستیو کښي د دواړو پوهنتونو مسئولانو د پنځو کلونو له پاره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ او ناسته د دُعا په کولو سره پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده، چي د دغه هوکړه لیک له مخه به دواړه پوهنتونونه د څېړني، فعاله ماسټرۍ برنامو د پیاوړتیا، تدریس، نصاب بیاکتني، د نوو علمي برنامو د ایجاد، ګډو علمي کنفرانسو او سیمینارو جوړولو، د استادانو د ظرفیت لوړاوي، د علمي مقالو خپرولو، د یو بل له لابراتوارو او کتابتونو څخه د ګټي اخیستني او محصلانو ته د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په برخو کښي خپلي تجربې او سته امکانات سره شریکوي، چي په دې سره به د دواړو پوهنتونو علمي او مسلکي همکاریو ته لا پراختیا ورکړل سي.
نېټه: ۱۴۴۸/۵/۲۸
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت