د ژوند له ستونزو او رواني فشارو سره د مبارزې سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Sat, Oct 17 2026 12:53 PM
د ژوند له ستونزو او رواني فشارو سره د مبارزې سیمینار وړاندي سو

د ژوند له ستونزو او رواني فشارو سره د مبارزې سیمینار وړاندي سو

 

د کندهار پوهنتون په مسجد کښي د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز د پلان پر اساس، د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهني څانګي استاد پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري په همکارۍ، د محصلانو له پاره د ژوند له ستونزو او رواني فشارو سره د مبارزې سیمینار وړاندي سو، چي ۲۱۱ محصلانو پکښي ګډون کړی وو.

 

په سیمینار کښي د اقتصادي ستونزو، کورنیو اختلافاتو، د زده کړو او کار د زیاتوالي او د راتلونکي په اړه د اندېښنو په ګډون د رواني فشارو پر بېلابېلو لاملو خبري وسوې؛ همداراز د فشار د عامو نخښو: ستړیا، د خوب ګډوډي، ژر غوسه کېدل، خپګان او د تمرکز کمښت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي سول او هم له ستونزو سره د مبارزې پر لارو چارو او د ستونزو پر بنسټ د مقابلې او د احساساتو د مدیریت په اړه معلومات شریک سول.

 

په وروستیو کښي ښاغلي نظري د وخت پر ښه تنظیم، د مثبت او واقعي فکر پر خپلولو، د ورځنیو کارو له پاره د پلان پر جوړولو، له کورنۍ، ملګرو او استادانو سره د ستونزو پر شریکولو، منظم فزیکي فعالیت او کافي خوب باندي ټینګار وکړ؛ د محصلانو و پوښتنو ته ئې جوابونه وویل او سیمینار ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورساوه.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۵/۵

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت