د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنیځی محصیلانو کابل ته د علمی سیر پریزنټیشن وړاندی کړ

kdru_admin
Mon, Dec 23 2024 10:26 AM
image

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رئېس پوهنمل سید انورشاه عابد ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه ئې د منني ترڅنګ د علمي سېر پر اهمیت خبري وکړې او علمي سېر ئې د محصلانو له پاره د زده کړو د پراختیا، د اړیکو، تجربو او عملي زده کړو له پاره غوره ګام یاد کړ او محصلان ئې وهڅول، چي له دې ډول علمي فُرصتو څخه مثبته استفاده وکړي.

وروسته د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو د خپل اته ورځني علمي سېر د هري ورځي فعالیتونه، لیدني او لاس ته راوړني له نور محصلانو سره شریکي کړې؛ وروسته پریزینټیشن د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۱