د ځان ارزوني - راپور ليکني سيمينار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي، یاد مرکز د خپل کلني پلان پر اساس، د کیفیت لوړاوي آمریت د آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد په همکارۍ، د تحصیلي څانګو په کچه د ځان ارزوني راپور لیکني په نوم سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو تحصیلي څانګو آمران حاضر ول.
د سیمینار په پیل کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهندوی عصمت الله عثماني ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد سیمینار پر ارزښت او اجنډا ئې خبري وکړې.
ورپسې ښاغلي زاهد صاحب د فارغ او غیر فارغ ورکوونکو تحصیلي څانګو په کچه د ځان ارزوني راپور لیکني، د ځان ارزوني چوکاټ، د هغه د بېلابېلو برخو او د ځان ارزوني د اهمیت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل؛ د تحصیلي څانګو له پاره ئې د ویبپاڼو پر جوړولو، فعالولو او منظم مدیریت خبري وکړې؛ د ګډونوالو و بېلابيلو پوښتنو ته ئې جوابونه وویل او سیمینار ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورساوه.
نېټه: ١٤٤٨/۵/٢
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت