د پوهنځيو تر منځ د ېووالي په نامه د فوټبال بازيو د پېل سوي ټورنمېنټ ګروپي پړاو پاى ته ورسېد

kdru_admin
Sat, May 17 2025 1:58 PM
image



تېره اونۍ په کندهار پوهنتون کي د پوهنځيو تر منځ د ېووالي په نامه د فوټبال ټورنمېنټ پېل سوی ؤ، چي د یاد ټورنمنټ ګروپي پړاو بازۍ په ډېر منظم او تشویقي ډول پاى ته ورسېدلې.

د یاد ټورنمنټ نیمه پاى بازيو (سیمي فائنل) ته په خپل ګروپو کي لوړ امتیاز لرونکو لوبډلو (ژبو اوادبیات، کمپیوټر ساینس، اقتصاد او انجينېري) لار پیدا کړله، چي لومړۍ نیمه پاي بازي د کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځيو تر منځ وسوه، چي ۳ پر صفر د اقتصاد لوبډلي په ګټه پاي ته ورسېده او دوهمه نیمه پاى بازي د ژبو او ادبیاتو او انجينېري پوهنځيو تر منځ وسوه، چي ۳ پر ۱ د انجينېري پوهنځي لوبډلي وګټله.

د يادولو وړ ده، چي درېیم مقام بازي به، د ژبو او ادبیاتو او کمپیوټر ساینس پوهنځيو تر منځ پر ثور پر ٢٥مه وسي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱۱۹