د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکیج (SPSS) ېو ورځنی ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
Wed, Dec 04 2024 11:28 AM
image

 


د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د څېړنيز مرکز او د مسلکي پرمختیایي مرکز د ګډ پلان پر اساس؛ استادانو ته، د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکیج (SPSS) ېو ورځنی ورکشاپ دائر سو.

په همدې موخه جوړ سوی ورکشاپ، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د څېړنيز مرکز آمر پوهنمل فضل الرحمن سُهېل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د یاد ورکشاپ اجنډا له ګډونوالو سره شریکه کړه او د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکیج (SPSS) زده کړه ئې د استادانو په ظرفیت لوړونه کښي مهمه یاده کړه.

وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد او د یاد ورکشاپ لارښود ن. پوهنیار حارث احمد طاهر د SPSS پر پېژندنه، د څېړني د اغېزمني او مسلکي ډاټا ځای پر ځای کولو، تحلیل، راپور او څېړونو کښي د تحلیل برخي د پیاوړتیا اړوند بحث او خبري وکړې او د عملي کار په کولو سره ئې یادي برخي ګډونوالو ته تشریح کړې.

وروسته د ورکشاپ په دوهمه برخه کښي، پوهنيار احمد محمدي د SPSS اړوند د Regression, Data Editor, Output viewer, Syntax Editor, Scrip Window او د نورو اړوندو برخو د عملي کار په کولو سره یادي برخي ګډونوالو ته تشریح کړې. د ورکشاپ په پای کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.
نېته: ۱۴۰۳/۹/۱۴