د ورورولۍ او صمیمت په نامه د څلورو ورزشي ټورنمينټو وروستي مراسم ترسره سول

kdru_admin
Wed, Nov 20 2024 1:55 PM
image

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د ورزش عمومي مدیریت له پلان سره سم؛ د (۱۴۰۳.ل) کال خزاني ټورنمينټو د (کرکټ، والیبال، ځغاستي او رسۍ کشوني) پای بازۍ ترسره سوې، چي په مراسمو کښې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، د پوهنځيو رئېسان، استادان، اداري کارمندان او محصلان حاضر ول.

د مراسمو د پېل او ښه راغلاست په وینا کښي د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد د یادو ټورنمينټو په اړه معلومات وړاندي کړل؛ د ټولو اړوندو پوهنځيو د ورزشي کمېټې د مسئولانو او بدني روزني د استادانو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي د ټولو بازیو او تورنمینټو په برخه کښي همکاره ول او خپل محصلان ئې تشویق کول؛ همداراز ښاغلي زاهد په خپلو خبرو کښي محصلان و ورزش کولو ته وهڅول او ورزش ئې د ښه صحت له پاره ګټور وباله.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي د یادو ټورنمینټو د مسئولانو څخه مننه وکړه او ټولو ګټونکو لوبډلو ته ئې مبارکي وویله او وې ویل؛ هڅه کوو، چي د محصلانو له پاره د ورزش په برخه کښي، لا هم زیات امکانات برابر کړو؛ هغه زياته کړه، د کندهار پوهنتون رهبري د خپلو محصلانو په بشپړ ډول ملاتړ کوي او د بېلابېلو اړخو ترڅنګ د ورزش په برخه کښي هم د کار کولو له پاره ژمنه ده.

د یادونې وړ ده، چي په یادو ټورنمینټو کښي د ځغاستي، فوټبال، والیبال او رسۍ کشوني بازۍ وسوې، چي د ځغاستي په سیالیو کښي ژورنالیزم پوهنځي لومړی مقام، اقتصاد پوهنځي دوهم او درېیم مقام خپل کړ؛ د فوټبال په بازیو کښي اقتصاد پوهنځي لومړي مقام، انجينېري پوهنځي دوهم مقام او ښووني او روزني پوهنځي ب لوبډلي درېیم مقام خپل کړ؛ د والیبال په بازیو کښي انجینېري پوهنځي لومړی مقام، شرعیاتو پوهنځي دوهم مقام او طب پوهنځي درېیم مقام ترلاسه کړ او د رسۍ کشوني په سیاليو کښي اقتصاد پوهنځي لومړی مقام، انجينېري پوهنځي دوهم مقام او ښووني او روزني پوهنځی ب لوبډلي درېیم مقام ترلاسه کړ.

سید روح الله عرفان د ښووني او روزني پوهنځي محصل، د پوهنتون په کچه غوره ګول وهونکی، همایون خلیفه د اقتصاد پوهنځي محصل، د پوهنتون په کچه غوره دفاعي او سیف الرحمن باور د اقتصاد پوهنځي محصل د پوهنتون په سطحه غوره ګول ساتونکي وټاکل سول.

د مراسمو په پای کښي ټولو غوره لوبغاړو ته جایزې، مډالونه او ستاینلیکونه او ګټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل سول.

نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۹