د مالي او اداري چارو معاونيت کارکوونکو ته، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د نوی چوکاټ پېژندني سیمينار دائر سو

kdru_admin
Tue, Oct 07 2025 2:14 PM
image



د کندهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت اړوند د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د پلان له مخه، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کیفیت د لوړاوي آمر محترم پوهنیار عبدالاحد زاهد د مالي او اداري چارو معاونيت کارکوونکو ته، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د نوی چوکاټ پېژندني سیمينار دائر کړ.

سیمينار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، په سر کي د کیفیت د لوړاوي آمر محترم پوهنیار عبدالاحد زاهد، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د سیمينار د موخو او اهمیت په اړه خبري وکړې او د خپلو خبرو پرمهال ئې د پخوانیو او نوو معیارو ترمنځ د توپیر په اړه زیاته کړه، چي د کیفیت د تضمین دغه نوی چوکاټ د پوهنتون د اداري فعالیتو د کیفیت د لوړاوي له پاره ډېر اهمیت لري؛ ترڅو د پوهنتون ټولي اداري پروسې د نړۍوالو معیارو سره سمي سي.

وروسته ښاغلي زاهد په جوړ سوي پرېزینټېشن کي، د پخوانیو او نوو معیارونو ترمنځ توپیرونه، د نوي چوکاټ د لومړیو څو معیارونو ارزښت او محتوا او دغه راز ئې د یاد نوي چوکاټ په څلورم او اووم معیارو کي د مالي او اداري چارو کارکوونکو مسئولیتونه او نور هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او هم ئې د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل.

وروسته سیمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۴