د قرآن کریم د قرائت او تجوید د زده ‌کړي دوهمه دوره پیل سوه

kdru_admin
Mon, May 11 2026 9:14 AM
image

د قرآن کریم د قرائت او تجوید د زده ‌کړي دوهمه دوره پیل سوه

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د پلان پر اساس، د یاد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د حافظ مولوي رفیع الله صاحب په همکارۍ، د قرآن کریم د قرائت او تجوید د لا ښې زده ‌کړي او د قرآن کریم د لا ښه صحیح تلاوتولو په موخه، د قرآن کریم د قرائت او تجوید د زده ‌کړي دوهمه دوره پیل سوه.

په یاده دوره کښي به اداري کارکوونکو ته د قرآن کریم ترتیل او ناظره، د حروفو مخارج، صفات، تجویدي قواعد، ترکیبي قاعدې او د صحیح تلاوت اړوند مهم اصول وويل سي، همداراز به د قرآن کریم د ښایسته او اصولي تلاوت په موخه جمال القرآن هم تدریس کړل سي؛ 

د يادولو وړ ده؛ چي د دې دورې په پای ته رسېدو سره به بریالیو کارکوونکو ته د فراغت تصدیق‌ پاڼي هم ورکړل سي.

نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٣