د فرمانو او حکمونو د تعقيب او نظارت رياست راغلي هیئت د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره وکتل

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ صاحب حفظه الله د فرمانو او حکمونو د تعقيب او نظارت رياست اړوند د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېټې مسئولانو د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره وکتل.
په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې خوښي وښودله، چي ېوه داسي اداره رامنځته سوې، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخصاحب حفظهالله د فرمانو او حکمو د تعقیب او ارزوني دنده مخ ته وړي او په خپلو خبرو کښي ئې وویل؛ د فرمانو او حکمو د تعقیب او ارزوني پلاوی کولای سي؛ د دوی اړوند د ټولو ادارو څخه هراړخیزه تعقیب او نظارت وکړي او د نظارت په برخه کښي ئې د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
وروسته د راغلي هیئت مشر مولوي محمد طاهر صاحب، د خپلي ادارې د دندو او واکونو په تړاو یادو مسئولانو ته معلومات وړاندي کړل او هم ئې د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخصاحب حفظهالله د فرمانو او حکمو د تعقیب او ارزوني اړوند خپل معلومات شریک کړل.
په ورستیو کښي راغلي هيئت، د پوهنتون د سته ستونزو د حل په موخه، د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ وړاندي کړ او هیله ئې وښودله، چي نور به هم د دې علمي کهول د پرمختګ له پاره هڅه او کار وسي.
وروسته یاده ناسته د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.