د عامه پالیسي د طرحي جوړولو د سیالۍ له پاره محصلانو ته درې ورځنۍ روزنه پېله سوه

kdru_admin
Wed, Nov 20 2024 2:09 PM
image

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي او د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د ګډ پلان پر اساس په لومړي ځل د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو محصلانو ته د عامه پالیسۍ د طرحي جوړولو د سیالۍ درې ورځنۍ روزنه پېله سوه، چي پکښي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د پوهځيو رئېسان، د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو استادان او محصلان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رئېس پوهنمل محمد محتاج ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي د نظري زدکړو (زده کړو) ترڅنګ او د محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه، د کندهار پوهنتون عامه اداره او پالیسي پوهنځى د مسلکي پرمختيايي مرکز سره د ګډ پلان پر اساس په لومړي ځل د سُهېل لوېدیځ زون دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو ته د عامه پالیسۍ د طرحي جوړولو سیالي دائروي؛ وروسته ښاغلي محتاج، راغلي محصلان د نظام ملاتړ ته راوبلل او د ښې پالیسۍ جوړول ئې د نظام او ټولني سره مرسته او د ستونزو په حلولو کښي غوره ګام یاد کړ.

ورپسې د یاد پروګرام روزونکي او د پالیسي څانګي استاد پوهنيار محمد کبیر احسان د سیالۍ او د یاد پروګرام په اړه معلومات وړاندي کړل، چي په خبره ئې د سیالۍ له پاره ترمخه تاسي ته د عامه پالیسي د طرحي جوړولو لاري چاري در ښوولي کیږی او تر درې ورځنۍ روزني وروسته به تاسي عملاً په خپل مسلک کښي د عامه پالیسۍ طرحه جوړوی، چي وروسته به تاسي د خپلو جوړو سوو پالیسيو د طرحي په ېوې غونډه کښي وړاندي کوی، چي وروسته به د غوره پالیسۍ جوړونکي محصلان د ېوې شانداري غونډي پر ترڅ کښي ستایل کیږي.

وروسته د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي او مسلکي پرمختيايي مرکز د استادانو دا اقدام وستايه او وروسته ئې محصلانو ته په خطاب کښي وویل: ګرانو محصلانو له خپلو استعداو او علم څخه کار واخلئ؛ شپه او ورځ پر ځان ېوه کړئ؛ ځوانان د هیواد د ملا د تير حیثیت لري او هیواد تاسي ته اړتیا او هیلي لري؛ دا آزادي خو مجاهدينو د سر په قربانيو، د لوږو، تندو، رنګارنګ مصيبتو او تکاليفو تر تېرولو وروسته ترلاسه کړه؛ هغو دا امتحان ورکړ او الله پاک جل جلاله پکښي کاميابه کړل؛ اوس نو ستاسي وار دئ، چي د خپلو خلګو او نظام هیلي ورپوره کړئ؛ امارت د هر څه په اماده کولو کښي ستاسي سره د شپې او ورځي همکاره دئ.

وروسته ښاعلي طیبي ټولو محصلانو ته د خپله اړخه د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي د عامه پالیسي د طرحي جوړولو په یاد روزنیز پروګرام کښي په منظم ګډون وکړي او د پالیسۍ په جوړولو باندي ځانونه ښه پوهه کړي.

تر ویناؤ وروسته د عامه پالیسي او طرحي جوړولو د سیالۍ له پاره پروګرام رسماً پېل سو، چي په درو ورځو کښي به محصلان د عامه پالیسۍ د طرحي جوړولو اړوند هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.

نېټه:۱۴۰۳/۸/۳۰