د صبر او توکل د فضیلت او رواني اغېزو سیمینار وړاندي سو
د صبر او توکل د فضیلت او رواني اغېزو سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني مشورې مرکز د پلان له مخه، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنیار مولوي فضل الرحمن مسترحم صاحب د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته د «صبر او توکل فضیلت او رواني اغېزي» په نوم سیمینار وړاندي کړ.
په سیمینار کي د صبر او توکل مفاهیم، فضیلتونه او د انسان پر رواني او فردي ژوند ئې اغېزي بیان سوې، دغه راز صبر د دین پر اصولو د ټینګ پاته کېدو وسیله وبلل سوه او د صبر او توکل رواني ګټي: د امید پیاوړتیا، د احساساتو کنټرول، ذهني ثبات او د ستونزو په وړاندي مقاومت هم تشریح سول.
د سیمینار په وروستیو کښي د محصلانو و پوښتنو ته جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱