د شکري ناروغۍ په اړه سيمینار وړاندي سو

kdru_admin
Sat, Nov 15 2025 2:24 PM
image

د شکري ناروغۍ په اړه سيمینار وړاندي سو

 

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي او د AGP کمپنۍ په مالي ملاتړ د شکري ناروغۍ په اړه سيمینار وړاندي سو، چي پر مهال ئې د طب پوهنځي استادان، د میرویس حوزوي روغتون روزونکي، نرسان، د فارميسي پوهنځي کارکوونکي او ځیني نور روغتياپالان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړ سوی سيمينار، چي د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سو، په شروع کي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د پاراکلینیک څانګي متقاعد استاد پوهنیار ډاکټر اسدالله ترین د شکري ناروغۍ په اړه هر اړخیز او علمي معلومات وړاندي کړل. هغه د دې ناروغۍ خطرونه، د خپرېدو عوامل، د پېژندلو نخښي او د مخنیوي لاري چاري په واضح او تفصیلي ډول سره تشریح کړې.

 

د سيمينار په وروستيو کي د ګډونوالو و پوښتنو ته هر اړخیز جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۴