د رهبري شورا ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Jul 29 2024 8:46 AM
Rahbary Shora

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م-ولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ د علمي څېړنو د لاښه پرمختګ په موخه ئې د علمي څېړنو او مجلو د نوي مرستیال پر ټاکل کېدو خوښي وښودله او همداراز ئې د خپلو خبرو پر مهال د ټولو پوهنځیو او اداري آمریتو د مسئولانو غوښتنه وکړه، چي د خپلو چارو کلنۍ ارزونه وکړي او خپل پرمختګونه او سته ستونزي دي د حل په موخه له رهبرۍ سره شریکي کړي. همداراز ښاغلي طیبي لوړو زده کړو وزارت ته د خپل کاري سفر جُزیات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ګډونوالو ته سپارښتني وکړې.

ورپسې ناسته کښي د علمي څېړنو او مجلو معاونیت، د علمي چارو معاونیت، د مالي او اداري چارو او د محصلانو چارو معاونیتو مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپلي لاسته راوړني بیان کړې.

همداراز په ناسته کښي، د علمي څېړنو د لاښه پرمختګ، د راډیوينشراتو پر لا ښه قوي کولو، په پوهنتون کښي دننه، د روانو رغنیزو پروژو، د HEMIS د ورکشاپو پر دائرولو، د (۱۴۰۴. ل) کال له پاره د نوي تشکیل او د ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې؛

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۷