د خصوصي پوهنتونو له مسئولانو او د دعوت او ارشاد له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه
د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس او ورسره مل پلاوي د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون د غونډو په تالار کښي د کندهار ولایت د خصوصي (میرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا) پوهنتونو د مسئولانو او د دعوت او ارشاد د آمرانو ترمنځ د همږغۍ ناسته وکړه، چي پکښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن صاحب، د یادو خصوصي پوهنتونو مسئولانو، د کندهار پوهنتون د محصلانو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي صاحب، دعوت او ارشاد آمریت مبلغانو او د خصوصي پوهنتونو د دعوت او ارشاد آمرانو صاحبانو ګډون درلود.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کښي د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون علمي مرستیال، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه ئې مننه وکړه، چي د کندهار د خصوصي پوهنتونو د همږغۍ په غونډه کي ئې له دوی سره ګډون کړی دئ؛
وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: په اسلامي نظام کښي د انسان د دین، سر، عزت، نسل او مال ساتنه تضمینیږي؛ خو په غیر شرعي نظام کښي دغه ارزښتونه له خطر سره مخ يي؛ حقیقي حُریت او آزادي د اسلام او اسلامي نظام تر چتر لاندي ترلاسه کېدای سي؛
دغه راز ښاغلي طیبي صاحب سپارښتنه وکړه، چي د ټولو پوهنتونو مسئولان دي محصلان د اسلامي شریعت له اصولو سره سم وروزي او د دعوت او ارشاد له آمریت سره دي پوره همکاري کوي؛ د دعوت او ارشاد علماءکرام د پوهنتون د ټولو کارکوونکو، آن د رهبرۍ او رئیسانو د اصلاح او لارښووني مسئولیت لري او ټول باید له هغوی سره همکاري وکړي؛ دغه راز هر کار باید اهل او وړ کس ته وسپارل سي؛ ځکه د مسئولیتو سپارل اهل اشخاصو ته د ادارې د بریا او پرمختګ بنسټ دئ.
د ناستي په وروستیو کښي پر ځینو نورو متفرقه مسایلو هم بحث وسو؛ په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.