د اکاډیميکو، څېړنیزو، اداري، تدریسي او رغنیزو چارو ارزونه
د کندهار پوهنتون د اکاډیميکو، څېړنیزو، اداري، تدریسي او رغنیزو چارو ارزونه پای ته ورسېده
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست څخه راغلي هیئت، په کندهار پوهنتون کښي، خپله هر اړخيزه ارزونه پای ته ورسوله او د پوهنتون د عمومي وضعیت د شریکولو په موخه ئې د پوهنتون د مسئولانو سره وروستۍ ناسته وکړه.
د ناستي په شروع کي د کندهار پوهنتون رئيس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وويل: په کارو کښي همږغي او همکاري د يوې ادارې د موخو د لاس ته راوړلو له پاره تر ټولو مهم فعالیت دئ او ژمنه ئې وکړه، چي په راتلونکي کښي به لا نور هم د خپل کاري ټیم په مرسته، د کیفیت د لوړاوي پروسې تر څنګ په ټولو تدریسي، ماسټرۍ برنامو او علمي چارو کښي ښې لاسته راوړني ولري. دغه راز ښاغلي طیبي صاحب وويل: دا چي کندهار پوهنتون د هيواد په کچه یو ملي او مهم علمي بنسټ دئ؛ نو د پوهنتون رهبري هڅه کوي، چي په راتلونکي کي پوهنتون د نړۍوالو اعتبار ورکوونکو ادارو سره ونښلوي؛ تر څو د کندهار پوهنتون ځیني تحصیلي څانګي نړۍوال اعتباري سندونه ترلاسه کړي، چي له دې سره به د پوهنتون علمي کیفیت، نړۍواله پېژندنه او رقابتي توان لا پیاوړی سي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست څخه د راغلي هیئت مشر محترم پوهنوال رضوان الله ممله وال صاحب د کندهار پوهنتون د ټولو مسئولانو او استادانو څخه ځانکړې مننه وکړه، چي په تېرو څو ورځو کښي په ټولو برخه کښي د دوی سره پوره همکاري وکړه او د کندهار پوهنتون د ټولو علمي او اداري چارو د ستایني تر څنګ ئې وویل: کندهار پوهنتون د هغه پوهنتونو په نوملړ کښي دئ، چي بشپړ اکاډیميک اعتبار لري او په کمو امکاناتو ئې د دې هیواد د ځوان نسل سالمه روزنه په ډېر اخلاص سره کړې ده.
د ناستي په وروستیو کښي، د ځینو پوهنځیو او مرکزو د مسئولانو هڅي او چاري وستایلي سوې او په ژوند کښي د لا بریاؤ دوعاوي ورته وسوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۶