د انجینېري پوهنځي څخه ١٩٩ مسلکي انجینېران فارغ سول

kdru_admin
Sat, Jul 12 2025 3:17 PM
image


د کندهار پوهنتون د انجینېري پوهنځي څخه، ١٩٩ انجینېران له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د کندهار ولایت د ښار جوړو ریاست رئېس محترم مولوي عبدالمتین سعید صاحب، د پوهنځي محترم رئېسان، ښاغلي استادان، علماء کرام او د فارغانو د کورنیو غړي حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ټولو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ئې د فارغانو والدینو ته وویل: الحمدلله، کندهار پوهنتون د ښه کیفیت په برخه کي، د نړۍ له معتبره پوهنتونو څخه دئ؛ زموږ استادانو دوکتوراوي کړي دي او ستاسي اولادونو له همدې مسلکي سرچینو څخه علمي او عملي روزنه ترلاسه کړې؛ تاسي ډاډه اوسئ، ستاسي زامن مو نه ېوازي په علم سمبال کړل؛ بلکي له اخلاص، ادب او اسلامي اخلاقو سره مو روزلي؛ زموږ هر محصل له کندهار پوهنتون سره د خپل کور په څېر مینه لري او دا زموږ له پاره د ویاړ خبره ده.
شېخ صاحب فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چي په هر نېک کار کي به مو نیت ېوازي د خدای جل جلاله له پاره يي، له تکبره به ځانونه ليري ساتئ، د اسلامي شریعت مطابق به ژوند کوی او خپلو زده کړو ته به نوره هم ادامه ورکوی؛ هغه فارغانو ته زېری ورکړ، چي ډېر ژر به د انجینېري پوهنځي له پاره د ماسټرۍ دوې برنامې هم پېل سي؛ تر څو زموږ فارغان وکولای سي، چي خپلي ورپسې زده کړي همدلته په خپل کور کي وکړي.
ورپسې د انجينېري پوهنځي رئېس محترم پوهندوی انجينېر آغا محمد فضلي وینا وکړه. هغه وویل: نن زموږ له پاره د ویاړ ورځ ده؛ ځکه سلونه مسلکي انجینېران ټولني ته وړاندي کوو؛ هغه دا راز د خپلي پوهنځي تاریخي شالید، مهمي لاسته راوړني او د استادانو هڅي هم بیان کړې او فارغانو ته ئې وویل: ستاسي له پاره دا د زده کړو پای نه دئ؛ بلکي د مسئولیت پېل دئ؛ اوس به تاسي د ټولني، نظام او ملت د خدمت له پاره په پوره اخلاص کار کوی؛ ستاسي بریا زموږ ویاړ دئ.
په وروستیو کي د کندهار ولایت د ښار جوړو ریاست رئېس محترم مولوي عبدالمتین سعید ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او وې‌ ویل: ستاسي مسلکي علم اوس عمل ته اړتیا لري؛ د ښار جوړوني سکتوري ادارې به له تاسي سره د کارموندني په برخه کي پوره همکاري وکړي.
د غونډي په وروستیو کي ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او مراسم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه:١٤٤٧/١/١۶
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت