د افغانستان فاتح عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په لومړي ځل د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د ياد پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو، کارمندانو او محصلانو ته ئې اصلاحي بیان وکړ

د افغانستان فاتح عالیقدرامیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه، د کندهار پوهنتون په مسجد کي، په لومړي ځل د پوهنتون له رهبرۍ غړو، استادانو، کارمندانو او محصلانو سره ولیدل او هغوی ته ئې اصلاحي بیان وکړ؛ عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د خپلي وینا په پېل کي، د علم پر ارزښت او د دیني او دؤنیاوي زده کړو د اهمیت په اړه هر اړخیز بیان وکړ او استادانو او محصلانو ته ئې لارښوونه وکړه، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړئ، خپل نیت ېوازي د الله جل جلاله د رضا له پاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلګو ته ګټه ورسوئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه، استادانو او محصلانو ته په خطاب کي وويل: «ګورئ، استادانو او محصلانو، تاسي هم دیني او هم دؤنیاوي زده کړي وکړئ او نیت به مو ېوازي د دین خدمت له پاره يي؛ ځکه چي په ټولنه کي تاسي ډېر قدر لرئ؛ ټولنه د مدرسې او مکتب طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري؛ په دې هيواد کي په څو واره کفار راغلي او شکست ئې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رؤڼا کي پرمختګ کوي؛ ستاسي څخه مو غوښتنه ده، چي د خپل هيواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړۍواله کچه ئې معرفي کړئ؛ مجاهدینو په سختو حالاتو کي د الله جل جلا له په نصرت سره دا هيواد آزاد کړ او اوس ستاسي وار دئ، چي د خپل علم او پوهي په مټ افغانستان په نړۍ کي سیال کړی؛ دونه زحمت وکاږئ، چي بهرنيان دلته راسي ستاسي څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ».
عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه زیاته کړه؛ افغانستان د ټولو ګډ کور دئ او هر ېو له تاسو څخه په دې نظام کي ځانګړی ځای لري، د افغانستان اسلامي امارت تاسي ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او ښوونځۍ نوره ېوه اداره ده، د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده، د افغانستان اسلامي امارت د علم ترقۍ له پاره ټولي آسانتیاوي برابرې کړي دي؛ ما ستاسي د لوړو زده کړو وزارت ته ویلي؛ که په سل زره (ېولک) ډالره پیسو، بهرنی استاد دلته راځي او ستاسي سره په پوهنتونو کي استادي کوي؛ ور ئې که، خو چي زموږ محصلان په مسلکي ډول وروزي؛ تاسي هم د دې هيواد ترقۍ، د ېووالي او اتحاد له پاره ډېر کار وکړئ او د خپل اولس خدمت په رښتني ډول وکړئ».
په وروستۍ وینا کي، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه زیاته کړه؛ تاسي ټوله ماته، د اولاد په رقم یاست تاسو ټولو ته د خیر اراده لرم، زما هر فرمان چي تر تاسي رسیږي؛ دا د علماؤ کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل سوی او د خدای جل جلاله اوامر دي، که ېوه خبره د اسلام خلاف وه، مې منی؛
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په وروستیو کښي ټولو محصلانو ته دؤعا وکړه او د خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وښودی.
۱۴۰۳/۱۱/۲۴