د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کي پېل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ

kdru_admin
Wed, Apr 23 2025 5:12 PM
image



د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ، ننګرهار پوهنتون، په کندهار پوهنتون کي «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د سرې میاشتي عمومي سرپرست رئېس، د مرکزي دارالافتاء رئېس، د کندهار امنیه قوماندان، هلمند ولایت د علماوو شورا رئېس، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونو او دیني جامعاتو رئېسانو صاحبانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي ثقافت پوهنځيو رئېسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو په ګډون سره پېل سو.

د یاد کنفرانس په پرانیسته کي د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله تعالی ورعاه وویل: چي په دې ډول مجالسو او کنفرانسو سره اېمان قوت مومي، داسي مجلسونه په دې موخه جوړیږي، چي دین ته مو ګټه ورسېږي. همدا راز د علم پر ارزښت ئې خبري وکړې او ویې ویل: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته پکار ده، چي د علم په رسولو کي لکه د لمر په شان ټولو ته رؤڼا ورسوي.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه وویل: چي په پوهنتونو کي داسي خدمت وکړئ، چي د پوهنتون محصلان د خلکو له پاره مادي او معنوي قوت جوړ سي او علماء کرامو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي علم نورو ته ورسوي؛ ځکه رسول الله ﷺ د ذاکرینو او متعلمینو په مجلسو کي د متعلمینو مجلس او ناسته غوره کړې ده.
امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه وویل: موږ په چارو کي د الله تعالی په رضایت مکلف یو، د الله تعالی په نارضایتۍ کي د خلکو په رضا کي خیر نسته او د امارت مسئولانو ته ئې وویل: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام له پاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو له پاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه سو.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه وویل: چي کفارو په افغانستان کي په نظامي جنګ کي ماتې خوړلې او اوس ئې تبلیعاتي جنګ پېل کړی ده، چي ټول ئې په ګډه باید پر وړاندي سخته مبارزه وکړو.

عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کي وویل: زه ستاسو له پاره هغه څه خوښوم، چي د ځان له پاره ئې خوښوم؛ که تاسو هم هغه څه زما له پاره وغواړئ، چي د ځان له پاره ئې خوښوئ، په دې صورت کي به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نسي چي تر منځ مو ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ سي.
 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یاد کنفرانس کي د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه له حضور څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ چي د بیعت مانا د خپل ځان او مال واک، د مسلمانانو امیر په واک کي ورکول او په بدل کي ئې د الله تعالی دین قائمولو غوښتنه ده.
 
د یادونې وړ ده، چي د دغه کنفرانس شاوخوا ۲ زره او شپږ سوه ګډونوالو د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه سره په پوره مینه او ولولو خپل بیعت تازه کړ.

هېره دي نه يي، چي د دغه کنفرانس په څلور ورځو کي به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلي علمي ـ څېړنیزي مقالې وړاندي سي.

سه شنبه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۴