د اسلامي ثقافت ارزښت او اغېزې ملي کنفرانس په دویمه ورځ؛ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ګډونوالو ته وینا وکړه

نوموړي وویل: هر کنفرانس خپل ارزښت لري؛ خو په دغه کنفرانس کي د داسي موضوعاتو اړوند څېړني وړاندي کېږي، چي د انسان د ذات او روح په اصلاح کي ستر ارزښت لري.
نوموړي دغه راز د کنفرانس په لومړۍ ورځ د مشرتابه حفظه الله خبرو ته په اشارې سره وویل: «د یوه نظام په اړه هغه پالیسي د اعتبار وړ ده، چي د هغه نظام مشر ئې لري، تاسو استادانو د تحصیلي نظام، محصل او استاد په اړه د ا.ا.ا مشرتابه حفظه الله تعالی فکر او نظر ولید، چي څومره صمیمانه او د دغي برخي په پیاوړتیا باور لري.»
محترم سرپرست وزیر دا هم وویل، چي د تېرو اشغالونو پر مهال د نصابونو له لاري پردي افکار ځای پر ځای سوي، چي اصلاح ئې باید د اسلامي ثقافت استادان وکړي.
یادوني وړ ده، چي د کنفرانس په دې ورځ ۲۵ څېړنیزي مقالې هم وړاندي سوې.
١٤٤٦/١٠/٢٤