د ارواښاد لوی ملا صاحب ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د روح د خوشحالۍ له پاره د قرآن کریم ختم او خیرات وسو

د کندهار پوهنتون په مسجد کي د اسلامي امارت د بنسټګر او د افغانستان د اتل مشر لوی ملا صاحب امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د روح د خوشحالۍ له پاره د قرآن کریم ختم او دؤعاوي وسوې، چي پکښي د کندهار پوهنتون معززه رهبري، د پوهنځیو محترم رئېسان، قدرمن استادان، ښاغلي اداري کارکوونکي او سلونه (سلګونه) محصلانو حاضر ول.
د ختم له پوره کېدو وروسته، د کندهار پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي وويل: "د خوښۍ ځای دئ، چي نن د هغه ستر شخصیت د روح د خوشحالۍ له پاره راټول سوي یو، چي د اسلامي تاریخ یوه نه هېرېدونکې هستي ده؛ هغه مبارک شخص، چي د الله جل جلاله په نصرت، په تش لاس ئې، له سترو ظالمانو سره مبارزه وکړه، افغانستان ئې له ظلم او بې عدالتۍ څخه پاک کړ او د اسلامي امارت د مبارک نظام بنسټ ئې کښېښود."
شېخ صاحب د خپلو خبرو پر مهال، د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د شخصیت، ژوند، افکارو او جهادي مبارزې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او هغه ئې د اسلامي امارت ېو ریښتینی اتل او بې سارې جهادي مبارز وباله.
وروسته ټولو ګډونوالو په ګډه، مرحوم ارواښاد لوی ملا صاحب ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله و روح ته دؤعاوي وکړې او د ستر څښتن جل جلاله په ستر دربار کي ئې ور ته د لوړو مرتبو غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱