(تېرو څېړنو ته کتنه) سيمينار وړاندي سو

kdru_admin
Sat, Nov 21 2026 9:59 AM
(تېرو څېړنو ته کتنه) سيمينار وړاندي سو

 

 

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د بابي صاحب د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنځي د څېړني، کيفيت د لوړاوي او فرهنګي کمېټو د ګډ پلان پر اساس، د بېلابېلو څانګو استادانو ته د علمي څېړني د بنسټو د لا ښې پېژندني په موخه، د علمي څېړني اړوند، تیرو څېړنو ته کتنه (مخینه یا شالید) سيمينار وړاندي سو.

 

دغه سیمینار، چي د ښووني او روزني پوهنځي د انګرېزي څانګي استاد پوهندوی دوکتور حشمت الله ترین وړاندي کړ؛ پکښي ئې د څېړنیزي مخیني پر مفهوم، ارزښت، موخو او د لیکلو پر اصولو، د معتبرو علمي سرچینو د موندلو، د پخوانیو څېړنو د تحلیل او ارزوني، د علمي مأخذو د سمي حوالې ورکولو او له ادبي سرغړوني (ادبي سرقت) څخه د مخنیوي لاري چاري تشریح کړې.

 

د سيمينار په وروستیو کښي د استادانو تر منځ پر ويل سوو موضوعاتو بحث وسو؛ و بېلابيلو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

د یادولو وړ ده، چي دغه سیمینار به څلور ورځي یي او هره برخه به ئې په دوو اونيو کښي یوه ورځ وړاندي کيږي.

 

نېټه: ١٤٤٨/٦/٧

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت