اصلاحی ویناوي او سپارښتني

kdru_admin
Wed, Dec 10 2025 4:21 PM
image

     د ؛؛اصلاحی ویناوي او سپارښتني ؛؛ په نامه کلنۍ ټولګه چاپ سوه  

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي، نشراتو او عامه اړيکو آمريت په ځانګړو هڅو، د کندهار پوهنتون د قدرمن رئيس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د (۱۴۰۳ل.) کال د «اصلاحي ويناوي او سپارښتني؛ کلنۍ ټولګه» چاپ سوه.
دا کتاب چي په ۵۷ مخو کښي، په ښه توګه ترتیب سوى او تنظيم سوى دئ، پکښي د کندهار پوهنتون د محترم رئيس هغه ويناوي، سپارښتني او لارښووني راټولي سوي دي، چي د تېر کال په اوږدو کښي ئې د استادانو، محصلانو، علمي غونډو، سيمينارو او ورکشاپو پر مهال کړي دي. د دې ټولګي په منځپانګه کښي د پوهنتون د چاپېریال د اصلاح، د علمي بهیر د پیاوړتیا او د محصل د روزنیز او اخلاقي پرمختګ په برخه کي ډېري ارزښتناکي لارښووني سته.

د کندهار پوهنتون علمي او اداري کهول د دې ارزښتناک اثر د چاپ مبارکي ټولو محصلانو، استادانو او لوستونکو ته وړاندي کوي او باور لري، چي د دغي ټولګي لوستل به د لوستونکو له پاره نوي معلومات او سپارښتني لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۹
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت