ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارمندانو ته د سټراټېژيک پلان جوړوني سيمینار وړاندي سو

kdru_admin
Mon, Dec 09 2024 3:00 PM
aq

د کندهار پوهنتون د پلان او پالیسي عمومي مدیر ضیاء خان زیارمل، په کندهار کي د ملالۍ شخصي د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارمندانو ته د سټراټېژيک پلان جوړوني دوه ورځنی سيمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې رهبري ، د کندهار شخصي لوړو زده کړو مؤسسو استازي، استادان او اداري کارمندان حاضر ول.

په دغه دوه ورځني سیمینار کي د کندهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ عمومي مدیر ضیاء خان زیارمل د سټراټېژيک پلان جوړوني اړوند د پلان پېژندنه او د پلانو ډولونه، د پلان جوړوني اهمیت، د پلان جوړوني مهمي تګلاري، د سټراټیژيک پلان جوړوني د ټولو پړاؤ پېژندل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې مفصل جوابونه وویل.

د سيمینار ارزونه د ملالۍ شخصي لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئېس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي وکړه، د پلان ارزښت ئې د اسلام له نظره بیان کړ، له روزونکي او ګډون ‌والو څخه ئې مننه وکړه او وې‌ویل؛ چي موږ ټول د خپلو مسئولیتو له‌مخه اړ یو؛ تر څو دا ډول مهم موضوعات زده او په خپله کاري ساحه کي ئې تطبیق کړو.
د سيمینار په پای د یادي مؤسسې رهبرۍ ښاغلي زیارمل ته مننلیک ورکړ او سيمينار د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.