د قرآن کریم د تجوید او قرائت له زده کړي څخه ۴۰ محصلان فارغه او په وياړ ئې د فراغت شانداره مراسم جوړ سول

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۲۸
image



د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو، د بېلابېلو پوهنځیو څخه ۴۰ محصلان د قرآن کریم د تجوید او قرائت له زده کړي څخه په بریالیتوب فارغه سول، چي په همدې موخه د غونډو په عمومي تالار کي د فراغت شانداره مراسم ورته جوړ سوي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، محترم استادان، علماء کرام او د فارغانو د کورنیو غړي حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کي د دعوت او ارشاد آمريت محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زياته ئې کړه، چي د قرآن کریم د تجوید او قرائت دغه کورس د تېر تحصیلي کال په ترڅ کي د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو پېل سوی وو، چي له بېلابېلو پوهنځیو څخه سلونو (سلګونه) محصلانو ګډون پکښي کړی وو او تر درو آزموینو وروسته، ۴۰ ممتاز محصلان په بریالیتوب ور څخه فارغ سول، چي دا د کندهار پوهنتون له پاره د ویاړ ځای دئ. ښاغلي فضلي وویل: په راتلونکي کي د دا ډول نورو دیني برنامو د دوام له پاره هم عملي پلانونه لرو.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، ټولو فارغانو او د هغوی محترمو کورنیو ته مبارکي وويله او زیاته ئې کړه: دا د خوشحالۍ او شکر ځای دئ، چي زموږ محصلان له عصري زده‌کړو سره – سره د دیني علومو له مهمو برخو؛ لکه تجوید او قرائت څخه هم برخمنيږي؛ دا هغه ځوانان دي، چي د دواړو علومو په رؤڼا کي به ټولنې ته خدمت کوي.

د غونډي په وروستیو کي راغلو مسئولانو، و يادو فارغ سوو قاریانو ته د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړې او د فراغت سندونه ئې ورکړل؛ همداراز د دعوت او ارشاد آمریت سره د همکارۍ په موخه، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او د آمریتو آمرانو ته هم ستاینلیکونه او مننليکونه ورکول سول.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۱