د کندهار پوهنتون خبرتیا!

د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت اړوند ورزشي عمومي مدیریت د روغ صحت په موخه د کندهار پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلانو له پاره د بدني روزني (ښکلا) معیاري کلب پرانیستلی دئ، چي د سهار د ۰۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۰۶:۳۰ بجو پوري خلاص دئ؛ یاد کسان کولای سي، چي د نوم لیکني له پاره دي ورزشي عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.