تدریسي مدیرانو ته د HEMIS ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۵:۲۹
image



د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو په آمریت کي، د ياد آمریت آمر ښاغلي رحمت الله رښتین د حقوقو او سياسي علومو او فارمیسي پوهنځيو نوو تدریسي مدیرانو ته د HEMIS (لوړو زده کړو د معلوماتي مدیریت سیسټم) ورکشاپ دائر کړ.

په دغه ورکشاپ کي د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین، په HEMIS کي د محصلانو له پاره د ګروپ جوړولو، د هر مضمون له پاره د صنف ایجادولو تګلاري، سیسټم ته داخلېدل او وتل، د محصلانو ټرانسکریپټ او دغه راز نور اړوند موضوعات وړاندي کړل.

دغه ورکشاپ د دې له پاره جوړ سوی ؤ، چي د نوو تدریسي مدیرانو مسلکي وړتیا لوړه سي او د محصلانو چارو په تنظیم او مدیریت کي لا ډېري آسانتیاؤي رامنځته سي.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۹